جمعه, فبروري 6, 2026
Home+افغان سنوکر لوبغاړي کویتي سیال مات کړ

افغان سنوکر لوبغاړي کویتي سیال مات کړ

تاند- د اسیايي سنوکر سیالیو په ۳۷ م پړاو  کې، چې د قطر په کوربه توب وشوې، افغان لوبغاړي صالح محمد محمدي خپل کویټي سیال عبدالله ته۴-۱ ماتې ورکړه.

د افغانستان بدني روزنې او سپورټ ریاست د معلوماتو له مخې، په دې سیالۍ کې چې نن (شنبه) په دوحه کې وشوه، ښاغلي محمدي د سنوکر له ۵ میدانونو ۴ وګټل او د دې سیالۍ ګټونکی اعلان شو.

دغه راز په دې سیالیو کې د افغانستان په استازولی بل لوبغاړی ریس خان سنزی هم نن د کابل پر وخت د شپې اته نیمې بجې له خپلاردني سیال سره لوبه کوي.

 د اسیا سنوکر ۳۷ پړاو سیالۍ به د مارچ تر اتلسمې نېټې پورې دوام وکړي. په دې سیالیو کې له ۲۵ هېوادونو څخه ۴۹ لوبغاړو ګډون کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...