Homeخبرونهد کندوز هوایي ډګر د سړک د جوړولو چارې پيل شوې

د کندوز هوایي ډګر د سړک د جوړولو چارې پيل شوې

تاند:( شنبه، د کب ۲۰)   د کندز هوايي ډګر د سړک کانکرېټ اچونې چارې پیل شوې.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د رژیم چارواکو ویلي، چې یاد شوی سړک څه د پاسه څلور کيلو متره اوږدوالى او شپږ متره سور لري.

د کندوز ولایتي ادارې ویلي، چې پر دغه سړک څه د پاسه ٢٥ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه سړک کندوز ښار له قول اردو سره نښلوي او د جوړیدو بودیجه یې د طالبانو د دفاع وزارت له لوري ورکول کیږي.

ویل شوي، چې دا سړک به دوو میاشتو کې جوړ او خلکو ته ډېره ګټه ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پښتو څوکیداري| ماهر احسانزی

پښتو یوازې ژبه نه؛ بلکې ویونکي یې د نالیکلي قانون چې پښتونولي نومیږي؛ داسې یو ترسیم شوي چوکاټ ته ورغورځوي چې له لومړۍ ورځې...