جمعه, اپریل 26, 2024
Home+اثر کوونکي عوامل|  صاحب الله صابر 

اثر کوونکي عوامل|  صاحب الله صابر 

په حکومت کې د تصمیم نیولو پروسه د لویو شرکتونو د تصمیم نيولو پروسې په پرتله خورا پیچلې ده. د دې دلیل دا دی چې د دولت دندې د بل هر شرکت په پرتله خورا لویي دي، او په ورته وخت کې باید د ډیرو ښکیلو خواوو سره همغږي ولري چې متنوع اهداف لري.

حتی په (واحد ګوند) حکومتونو کې پریکړه کول ، چې اکثریت ډلې نشي کولی په اسانۍ سره د اقلیتونو ګټې له پامه وغورځوي. له (ځینو قضیو استثنا)، په حکومتونو کې تل مختلف سیاسي ګوندونه شته، چې د دوی حضور حکومتي دستګاه په پریکړو ژوره اغیز لري او ممکن د دوی ترمینځ سیالي خورا سخته شي. چې له تعصب او منطقه پالنې څخه به خالي نه وي، په حقیقې نړۍ کې دا وضعیت ښه لیدل کیږي.

همدارنګه، بیلابیلې ډلې، سیاستوال او حکومتي چارواکي (Lobby) کوي ترڅو د خپلو ځانګړو پالیسو له لارې په اقتصادي او نورو عامه چارو کې نفوذ زیات کړي، تر څو حکومت ترجیحاتو منلو ته اړ کړي مانا د یوی ډلۍ غوښتنو او اړتیاوو پوره کولو ته په اقتصادي پالیسیو او برنامو کې اولویتوب ورکړي، مثبت اړخ یی بیا دا ده بعضي د چاپیریال اقتصاد پوهان چې د هوا د ککړتیا په مخنیوی کې او د منفې بیروني (neghative externalities) تاثیراتو د مخنیوي په موخه تل مدافعانه دریځ لرې چې د دولت او شرکتونو په اقتصادي پریکړو اغیر پریباسي. د سوداګرۍ اتحادیې هم په ځینو هیوادونو کې په سیاستونو مستقیم اغیزه لري. مګر لوی شرکتونه د نورو په پرتله په سیاستوالو ډیر نفوذ لري. د نړۍ په ځینو هیوادونو کې، لکه متحده ایالات ، چیرې چې په (Lobbing) باندې ضعیف قانوني محدودیتونه شته، د هیواد په پالیسیو باندې د شرکتونو اغیزه خورا زیاته دي. لکه د امریکا سیاسي مفسر جیم هایتور په وینا “شرکتونه نور باید په حکومت کې (Lobby) ونه کړي ، بلکې دوی بیل حکومتونه دي.”

کارګري اتحادیي هم د دولت او شرکتونو په پالبسیو او سیاستونو اغیز درلودی شي، کلکه دا عمل او عکس العمل تر اعتصاب او لاریونونو ورسیږي.

د اغیزمن سیاستونه ځانګړتیاوي:

اقتصاد پوهان تل د سیاستنو او پالیسیو د اتخاذ او عملي کولو لپاره د ټولني د کلتوري وضعیت تشخیص، او د حالت مطابق مالي، او اقتصادي سیاستونو د پلې کولو توصیه کوي. همدا لوی دلیل ده چې د پرمختیایي اقتصاد نسخې د هیوادنو لپاره په مشخصو ګټګوریو ویشل کیږي.

د دولت لګښتنونه او د دي لګښتونو منایع چې د مالي سیاست دنده ده، باید ډير معقول او عامه رفاه ته صدَمه ونه رسوي، د متوازني بودیجي سیاست چیرته چې د دولت عواید دومره باید وي چې لګښتونو ته بسنه وکړي، ممکن بعضي هیوادونو کې اغیزمن ثابت شې.

پولي سیاستونه هم د مرکزي بانک د موخو لکه: بشپړ استخدام، د بیو ثبات، اقتصادي وده او پرمختګ، د تادیاتو بیلانس، د پیسو عرضه د اولویتبندۍ له مخي د هیوادونو ترمنځ توپیر لرې.

مخ پر وده هېوادنو په ځانگړې توگه په افغانستان كې د بيو د ثبات پالیسې ډېره مهمه ده. لكه څنگه چې د افغانستان بانك په قانون كې د بيو ثبات د لومړۍ موخې په توگه او مالي ثبات د دویمې موخې په توگه راغلي، ځكه د پولې نظام ثبات او د مالې نظام وده د افغانستان بانك له مسووليتونو گڼل كېږي.

د سوداګرۍ پالیسي چې د صادراتو او وارداتو او د مبادلاتو حجم ټاکي د هیوادونو او او د نړیوالو سازمانوو لکه GATT تر اغیز لاندې ده ، لکه د آزادي سوداګرۍ څخه ملاتړ د تعرفوي او مقداري محدودیتونو په وړاندي دریځ نیول، زما له انده دا ډول سیاستونه د پرمختللو هیوادنو لپاره مؤثز تمامیدی شې ځکه هغوی په عصرې تکنالوژی باندي سمبال دي چې د توکو تمام شد قیمت یي ټیټ او په زیاته اندازه تولید یي د رقابت شرایط د ځان په نفعه بدلولی شې. زموږ په څیر هیوادونه کله کله له یادو سازمانونو تخفیف هم ترلاسه کوي اما د کورنې صنعت خودکفایي لپاره بسنه نه کوي ، نو پکار ده چې هغه صنایع چې له بهر سره سیالي نشې کولی حمایت یی وشې .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب