یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې ښځو ته وېشل کیدونکې وزې نارینه وو ته ورکړل شوې

ننګرهار کې ښځو ته وېشل کیدونکې وزې نارینه وو ته ورکړل شوې

تاند:( یکشنبه، د کب ۲۱)  د خوړو نړیوال سازمان  WFP  له لوري په ننګرهار کې سلو مېرمنو ته د ۵.۴ ميليونه افغانیو په لګښت وېشل کیدونکې ۲۰۰ وزې او د دغو وزو خوراکي توکي نارینه وو ته وېشل شوي.

 د ننګرهار لپاره د طالبانو د رژیم چارواکو ویلي، چې یادې وزې او خوراکي توکي یې  د بهسودو ولسوالۍ په ميرانو او نهر شاهي کليو کې بېوزله ښځو ته وېشل شوي دي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست لپاره د طالبانو د رژیم مرستيال قاري فضل الرحمن صادق وايي چې هرې مېرمنې ته دوه وزې او ۵۰ کيلو ګرامه خوراکي توکي ورکړل شول.

له دې سره، د طالبانو له لوري د دغې مرستې د وېش اړوند خپاره شوي انځورونه څرګندوي، چې دغه مرستې د طالبانو د چارواکو په موجودیت کې نارینه وو ته وېشل شوي دي.

معلومه نه ده، چې دغه نارینه د مرستو د مستحقو مېرمنو د کورنۍ استازي او که نور خلک دي؟

د طالبانو منتقدین وایي، چې دغې ډلې د نورو افغانانو ترڅنګ ښځې هم خیر ته کینولي، خو د جنسیتي تبعیض له مخې ښځو ته ان د مرستو ترلاسه کولو لپاره د څرګندیدو اجازه نه ورکوي.

2 COMMENTS

  1. تانده ولی پښتو مو بیخی هیره سوی ده او که دپښتونوالی دود مو بد ایسی.
    پښتون به خپل ناموس دنیا ته دعکسونو په نندارتون خرځ کړی؟ لیږ پام وکړی ګولالیه. هومره بیغیرتی به لا دکلیو په جرګو کی نوی رواج سوی. خدایه دا امریکایانو څه بلاوی روزلی؟

  2. ثابت خانه وروره اسلامی امارت خو همدا بلاګانې ولیدۍ چه مګتب او پوهنتون تر آمر ثانی پورۍ وتړل شول.
    الله د رحم وکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب