جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهنامتو افغان لرغونپوه پروفیسر زمریالی طرزي وفات شو

نامتو افغان لرغونپوه پروفیسر زمریالی طرزي وفات شو

تاند (شنبه، د سرطان ۳۰ مه) د افغانستان مشهور لرغون پېژندونکی پروفیسر زمریالی طرزی د ۸۵ کلونو په عمر وفات شو.

د ارواښاد طرزي د کورنۍ غړي وايي چې نوموړی د جمعې په ورځ د سرطان په ۲۹مه د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې په حق ورسېد.

پروفیسر طرزي په ۱۹۳۹ م کال کې په کابل کې زېږېدلی دی. د کابل د استقلال لېسې له پای ته رسولو وروسته د لوړو زده کړو لپاره فرانسې ته لاړ او د سټراسبورګ په پوهنتون کې یې د دوکتورا تر کچې زده کړې وکړې.

ده په په ۱۹۷۲ م کال د لرغونپوهنې په برخه کې په فرانسه کې دوکتورا واخیسته.

د دوکتورا له پای ته رسولو وروسته هیواد ته راستون شو، د افغانستان د لرغون پېژندنې او د تاریخي ابدو عمومي ريیس وګومارل شو.

هغه د لرغون پېژندنې په برخه کې څو اثار لیکلي چې په کتابي بڼه چاپ شوي دي. همداراز يې تر ۶۰ ډېرې علمي مقالې کښلي دي.

ارواښاد طرزي د سټراسبورګ په پوهنتون کې هم تدریس کاوه.

ډاکتر طرزي له ډېرو کلونو راهیسې په جلال اباد په اډې، بامیان او د تخار په آی خانم کې د بودايي اثارو په کیندلو بوخت و. ښاغلي طرزي د خپلو څېړنو په پایله کې د فرانسې له حکومت څخه د (شیویلیر دی پالم دی اکوډیمیک) میډال او د یونان له حکومت څخه د سینټ کنستانتین د سرو زرو عالي مډال ترلاسه کړی دی.

هغه په ​​یونیسکو کې د ختیځ لرغونپوهنې مشر هم پاته شوی دی. ډاکتر طرزي تر دې مخکې د افغانستان د لرغونپوهنې د رئیس په توګه کار کړی دی.

2 COMMENTS

  1. ارواښاد پروفیسور طرزی صاحب ما یوځل ديونسکو سیمینار کې لیدلی وه ده ته دې الله بهشت برین نصیب کړی او کورنۍ ته دې صبر جمیل ورکړی.
    الحکم لله
    انا لله وانا الیه راجعون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب