Home+متقي/ متکي

متقي/ متکي

زهير سپېڅلی
متـقي: نېک، پرهېزګار، زاهد، تقوادار…
متکي: تکيه کوونکی، ډاډه کېدل، پر بل چا تکيه او اعتماد کول.
دواړه صفتونه دي. درې ـ درې سېلابونه لري. په شکل کي ئـې توپير په (ق او ک) کي دی.
هغه سړی ډېر متقي او پرهېزګاره دی.
په دې باره کي له متقي شخص سره مصلحت وکړه!
له مسلمان او متقي سړي سره ملګرتيا وکړئ!
پر نورو د تکيه کولو پر ځای پر خپل ځان متکي شئ!
پر خپل ځان متکي کېدل او ټينګه اراده مو هدف ته رسوي.
استاد پسرلی:
کوم دولت چي پر ملت متکي نه وي
د  ورېـځو بې ثباتـه  تش انـځور  دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....