یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهطالب سفیر افغانستان کې د ټي ټي پي د ځینو عناصرو احتمالي...

طالب سفیر افغانستان کې د ټي ټي پي د ځینو عناصرو احتمالي موجودیت تایید کړ

تاند (یکشنبه، د سرطان ۳۱ مه) په پاکستان کې د افغان سفارت لپاره د طالبانو د رژیم سرپرست سردار احمد شکېب په یوه مرکه کې تایید کړې، چې ښایي د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ځینې عناصر په افغانستان کې پټ وي.

شکېب ویلي د ټي ټي پي وسله والو په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ نه مخکې په پاکستان کې حملې کولې خو وايي کېدای شي چې د پاکستاني طالبانو ځنې عناصر په افغانستان کې پټ وي.

د طالبانو سفیر وایي که د ټي ټي پي ځینې وسله وال په افغانستان کې پټ هم وي نو د دې مانا دا نه ده چې د طالبانو د رژیم یا د افغانستان خلک د هغوی ملاتړ کوي.

د بي بي سي پښتو سره مرکه کې د طالبانو سفير زیاته کړې، پاکستاني چارواکو ته يې ويلي چې د پاکستان په نورو سيمو کې هم حملې کيږي، خو مانا یې دا نه ده چې حمله کوونکي دې په افغانستان کې اوسېږي.

هغه ویلي: “د افغانستان دريځ دا دی چې هيچا ته اجازه نه ورکوي، چې د نورو پرضد داسې اقدام وکړي، که چېرې داسې څوک وموندل شي چې هغوى د بل چا پرضد د افغانستان مځکه استعمالوي، مونږ ې په اړه ګام اخلو”

پاکستاني چارواکو تېره اوونۍ د سردار احمد شېکب مرستیال خپل بهرنیو چارو وزارت ته احضار او ورته په بنو کې پر خپلو ځواکونو د برید په اړه شکایت کړی و.

دوی ویلي وو، چې دغه برید ټي ټي پي ډلې له افغان خاورې په کار اخیستو کړی، خو طالبانو دا تور رد کړی.

پاکستان بیا- بیا ورته تورونه لګولي، چې طالب چارواکو رد کړي او بې اساسه یې ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب