Home+ستراتیژیکه (اوږدمهاله)سوداګري که دوکانداري؟

ستراتیژیکه (اوږدمهاله)سوداګري که دوکانداري؟

شاه زلمی

ملي ګټې د یوه هېواد لپاره هومره ارزښتمنې دي، څومره چې د یوې کورنۍ لپاره، اوږدمهاله ګټې او راتلونکی اهمیت او ارزښت لري. لکه څنګه چې یوه کورنۍ یوازې د نن ورځې اړتیاوو ته نه ګوري، بلکې د خپلو اولادونو د راتلونکي، زده کړو، اقتصاد او هوساینې لپاره پلان جوړوي، همداسې یو هېواد هم باید خپلې اقتصادي او سوداګریزې چارې یوازې د نن ورځې د اړتیاوو پر بنسټ ونه سنجوي.

که یو هېواد د مسلکي کادرونو، تخصص، مهارتونو او اوږدمهاله اقتصادي فکر له پلوه کمزوری وي، نو له داسې ستونزو سره مخ کېدای شي چې حل یې په لنډمهاله پرېکړو او ورځنۍ سوداګرۍ نه کېږي.

د سوداګرۍ په برخه کې یوازې دا مهمه نه ده چې نن څه شی وپلورو او څومره ګټه ترلاسه کړو؛ اصلي پوښتنه دا ده چې پنځه، لس او شل کاله وروسته به زموږ سوداګري، تولید، بازارونه او اقتصادي اړیکې په کوم ځای کې وي؟

ځینې هېوادونه ځکه له اقتصادي ستونزو سره مخ دي چې د سوداګرۍ لپاره یې روښانه او اوږدمهاله ستراتیژي نه ده جوړه کړې. د متخصصو او مسلکي کادرونو د کمښت له امله اقتصادي سیاستونه ډېری وخت د لنډمهاله اړتیاوو پر بنسټ جوړېږي؛ حال دا چې نړیواله سوداګري، بازارونه، تولید او اقتصادي اړیکې له هېوادونو څخه ژور تحلیل، تخصص، معلومات او اوږدمهاله لید غواړي.

کله چې د یوه هېواد ستراتیژیکه سوداګري پر «دوکاندارۍ» واوړي، نو سوداګر هم له یوې ورځې تر بلې، له یوې میاشتې تر بلې او له یوه کال تر بل کال د ورته ستونزو له تکرار سره مخ وي. نن د صادراتو(لیږد) ستونزه وي، سبا د وارداتو(رالېږد)، بله ورځ د ترانسپورټ او بانکي محدودیتونو، او بل کال بیا د بازار د نشتوالي.

دا ډول ستړې کوونکې او بې‌ثباته سوداګري د یوه هېواد د اقتصادي ثبات او پرمختګ لپاره زیانمنې او جدي پایلې لري.

ستراتیژیکه سوداګري یوازې د توکو پېر او پلور نه دی؛ بلکې د بازارونو پېژندنه، د تولید پیاوړتیا، د صادراتو پراخول، د وارداتو مدیریت، د ترانزیټي لارو پراختیا، له سیمه‌ ییزو او نړیوالو بازارونو سره اړیکې، د پانګونې جذب او د کورني تولید ملاتړ ټول د هغې برخې دي.

یو هېواد باید له ځانه وپوښتي:

څه شی واردوو؟ ولې یې واردوو؟ څه شی تولیدولای شو؟ کومو هېوادونو ته یې صادرولای شو؟ زموږ سیالي په کومو بازارونو کې کېدای شي؟ او څنګه کولای شو د خپلې سوداګرۍ لپاره داسې بنست جوړ کړو چې د یوه نسل لپاره دوام وکړي؟

همدا پوښتنې د ستراتیژیک اقتصادي فکر اساس جوړوي.

له بلې خوا، د مسلکي او متخصصو کادرونو شتون د هرې اقتصادي ستراتیژۍ مهم تهداب دی. که اقتصادپوهان، سوداګریز متخصصان، د بازار څېړونکي، حقوقي کارپوهان، مالي متخصصان او د نړیوالې سوداګرۍ تجربه لرونکي کسان د پرېکړو په پروسه کې حضور ونه لري، نو د اقتصادي سیاستونو د بریالیتوب تمه به هم کمزورې وي.

یو هېواد د پرلپسې اقتصادي ودې لپاره یوازې سوداګرو ته اړتیا نه لري؛ بلکې مسلکي فکر، تخصص، معلومات، اوږدمهاله ستراتیژي، سالم اقتصادي مدیریت او د ملي ګټو پر بنسټ اقتصادي سیاست ته اړتیا لري.

لنډمهاله ګټه باید د اوږدمهاله ملي ګټې قرباني نه شي.

که نن یوازې د دې لپاره پرېکړه وشي چې «څومره ژر ګټه ترلاسه کولی شو؟»، ښايي لنډمهاله بریا ترلاسه شي؛ خو که دا پوښتنه مطرح کړو چې «څنګه کولای شو داسې اقتصادي نظام جوړ کړو چې زموږ راتلونکي نسلونه هم ترې ګټه واخلي؟»، نو بیا د دوکاندارۍ له مرحلې څخه د ستراتیژیکې سوداګرۍ مرحلې ته داخلېږو.

د یوه هېواد اقتصادي ځواک یوازې په ډېرو سوداګرو، لوړو وارداتو یا د بازار په ګڼه‌ګوڼه نه سنجول کېږي؛ بلکې په دې سنجول کېږي چې څومره تولید لري، څومره صادرات لري، څومره مسلکي کادرونه لري، څومره خپلواک اقتصادي تصمیم نیسي او د راتلونکي لپاره څومره روښانه ستراتیژي لري.

نو زموږ اساسي پوښتنه باید دا وي:

موږ یوازې د نن ورځې د بازار لپاره سوداګري کوو، که د سبا د اقتصاد لپاره ستراتیژي جوړوو؟

د هېوادونو اقتصادي راتلونکی په تصادفي پرېکړو نه، بلکې په مسلکي فکر، اوږدمهاله پلان، تخصص او ملي لید جوړېږي.

لیکوال: شاه زلمی
نېټه:٢٠٢٦ د اګست ٩مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...