یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد مخدوم رهین ادعا؛ میرویس ظاهر په زهرو وژل شوی و

د مخدوم رهین ادعا؛ میرویس ظاهر په زهرو وژل شوی و

تاند (شنبه، د سرطان ۳۰مه) د حامد کرزي په واکمنۍ کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین، چې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه کورنۍ ته له نږدې کسانو دی، په یوه تازه مرکه کې ادعا کړې چې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه زوی شهزاده میرویس ظاهر په زهرو وژل شوی.

د ظاهر شاه کورنۍ د تېر کال په میزان میاشت کې د میرویس ظاهر د مړینې اعلان وکړ او هغه یې د کابل په مرجان تپه کې خاورو ته وسپاره.

مخدوم رهین ادعا لري، چې نوموړی د مړینې په شپه د کورنۍ د یوه غړي لخوا مېلمه شوی او زهر ورکړل شوي وو.

هغه د میرویس ظاهر په جنازه کې د یو شمېر ګډونوالو له قوله ادعا کوي، چې د جنازې پر مهال د میرویس له خولې او پوزې وینې راغلي او خیټه یې دومره پړسېدلې وه چې جسد یې تابوت کې په سختۍ ځای شوی و.

د دغه پخواني وزیر په وینا، میرویس ظاهر د خپل پلار د وصیت له مخې نه غوښتل چې په کاریز میر کې د دوی د کورنۍ جایدادونه وپلورل شي، خو د کورنۍ یوه غړي یې چې ورور یې نه و، د دغو ځمکو د پلورلو چارې مخته وړې.

رهین د دغه کس نوم وانخیست او د شوخۍ په ډول یې وویل، نوم یې ځکه نه اخلم چې ما ته هم زهر رانه کړي.

سرچینې پرته له دې چې د یادو ځمکو د پېریدونکو نومونه واخلي، وویل چې دا ځمکې تر ډېره زورواکانو پېرلي چې بیرته را ګرځول ترې ممکن نه دي.

د ظاهر شاه کورنۍ او کابل کې د طالبانو واکمن رژیم د دغې ادعا په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب