جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهد روسیې سفیر: له افغانستان سره مو سوداګري اړیکې څو برابره ډېرې...

د روسیې سفیر: له افغانستان سره مو سوداګري اړیکې څو برابره ډېرې شوي

تاند (شنبه، د سرطان ۳۰ مه) په افغانستان کې د روسيې سفير ديميتري ژيرنوف په افغانستان کې د ممنوعه ډلو له لیست څخه د طالبانو د نوم لرې کولو ته په اشارې وويل، چې مسکو پر خپلو ګټو تمرکز کوي.

ده همداراز ټینګار وکړ چې د افغانستان او روسیې اړیکې د پراخېدو په حال کې دي.

ژیرنوف زیاته کړه چې د کابل او مسکو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ښې شوې او روسیه افغانستان ته غنم، غوړي او تېل صادروي.

د راپورله مخې نوموړي دا څرګندونې د طالب چارواکو د هغو څرګندونو په غبرګون کې وکړې چې ویلي یې دي، نیت لري د خوړو د خوندیتوب او د تیلو د تولید په برخه کې له روسیې سره همکارۍ ته پراختیا ورکړي.

په کابل کې د روسیې سفیر وویل، دوه اړخیزه سوداګري اوس څو برابره زیاته شوې او هغه هم تر ډیره په دې خاطر چې روسیې افغانستان ته د غنمو، اوړو او غوړیو، او د موټرو د تیلو په ګډون د ځینو توکو صادرات زیات کړي دي.

د روسیې سفیر تاس خبري اژانس ته وویل چې کد افغانستان کام اییر خصوصي هوايي شرکت لېواله دی چې روسیې ته الوتنې پیل کړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نیبینزیا تر دې مخکې د امنیت شورا په غونډه کې ویلي وو چې مسکو پر طالبانو د خپلو بندیزونو د لیرې کولو په اړه غور کوي.

دغه جګپوړي روسي ديپلومات په دې خبرې ټينګار وکړ چې طالبان د افغانستان اوسني واکمنان دي او زياته يې کړه: «موږ له ډيرې مودې راهيسې ويل چې دا حقيقت بايد درک کړو. که مو خوښه وي او که نه، دا غورځنګ [طالبان] نن ورځ هیواد چلوي. تاسو یې له پامه نه شئ غورځولی.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب