سه شنبه, مې 21, 2024
Homeکالمونهپه، پر | زهير سپېڅلی

په، پر | زهير سپېڅلی

يـو سربـلونـه دي بل اوستربلونه دي.
سربلونه، اوستربلونه هغـه نه ګردانېدونکي ناخپلواک/مقيد مورفيمونه دي چي پـه خپلواکه توګه معنا نه لري؛ خو لـه خپلواکو/نامقيدو مورفيمونو سره  معنا ورکوي.
ســربـلـونــه: هغه  دي چي په جمله کي تر  نوم  مخکي  راځي او د نوم  حالت او دريځ  څرګندوي.
اوسـتـربـلـونــه:  هغه  دي  چي  تر  نوم  وروسته  راځي.  لکه:
احمد  په  کور کي دی.
په پورته جمله  کي «په»  سربل او  «کي»  اوستربل  دی.                                                                  «پـه»  او «پر» دواړه  سربلونه دي،  چي په جمله کي تر نوم  مخکي  راځي.
د «پـه» او «پر» ناسم  استعمال پـه معنا او مطلب کي تغير راوړي.
کـه سم او پر ځای و نه کارول شي؛ کېدای شي د ليکوال چي کوم مطلب دی، اورېـدونکي او لوستونکي پرې پوه نـشي بـله معنا ترې  واخلي.
د دغو سربلونـو «پـه او پر» په استعمال کي بايد دقت وکړو،  د استعمال پـه ځای کي بايد  يو د بل پر ځای ونـه ليکو او  نه  بايد  دواړه  يو  ډول  وګـڼو.
«پـه» د ظرفيت  او اليت  لپاره  کارول  کېږي.
احمد  په  کور کي  دی.
اجمل  په  صنف کي  درس  لولي.
دوی په موټر کي  راغلل.
په پورته  جملو کي  «په»  د ظرفيت  لپاره  راغلی  دی.
نور مثالونه وګورئ!
محمود ئې په  لرګي   ژوبـل  کړ.
کريم  ئې  پـه  موټر وواهـه.
ماشومان  ونـه  پـه  ډبرو  ولي.
په پورته جملو کي بـيا  «په»  د اليت  دنده  لري.
«پـر» استعلايي سربل  دی . د استعلا او لوړوالي لپاره راځي «ON».
دوی پر ځمکه ناست دي.
کـتاب  پر  مېز کښېږده.
هلک  پر بام  ولاړ دی.
دلته «پر» د استعلا دنده اجرا کوي.
«په» د فاعلي حالت «شخص فاعل وي» او «پر» د مفعولي حالت «شخص مفعول وي»  لپاره  راځي.
دوی په زرين تجربـه کوي.
دلته زرين  فاعلي حالت  لري.
دوی  پر  زرين تجربه  کوي.
په  دې  جملـه کي بيا زرين مفعولي  حالت  لري.
«پر» موږ داسي هم  استعمالـوو  لکـه:
اکـبر پر کور نـاست  دی.  يعني  کار روزګار  نه  کوي.
احمد پر کابل او کندهار موټر چلوي.
يعني تر کابل او کندهـاره موټـر چلوي.
کـه  داسي ووايو، چي په کابل يـا  کندهار کي موټر چلوي دا په کابل او کندهار کي دنـنه خبره شوه، چي د کابل او کندهار په  ښار کي دنـنه  معنا  ورکوي.
د «پـه» او «پـر» توپير په  لاندي جملو کي وګورئ! د جملو  په معنـا کي  څومره  توپـير پـېښـوي.
ده  احمد  پر لښته  وواهـه.
په پورته جملـه کي دا معـنا ورکوي، چي  شخړه پر لښته شوې ده. د وهلو سبـب هم  لښته  ده، چي  وهل  شوی  دی.
ده  احـمد پـه  لښـته  وواهـه.
په  دويمه جمـله کي د وهلو سبب  نامعلوم دی، خو د وهلو  الـه  لښته  ده  چي احمد په  وهل  شوی  دی.
بل  مـثال:
مـا پـه پښتو  مقـالـه لـيکلې ده.
يـعني د ليکني ژبـه مي  پښتو ده. دري، عربي يا  کومه  بله  ژبه  نه  ده.
مـا پر پښتو مقاله  ليکلې  ده.
مـعنا دا چي  مـوضوع  مي  پښتو ژبـه  وه.  د ليکني ژبه که  بله  هم وي.
که داسي ووايو: ما پر پښتو ژبه، په پښتو مـقالـه ولـيکلـه. يعني موضوع  مي پښتو  ژبه وه، پر پښتو  ژبه مي خبري وکړې او  د ليکني ژبه  مي هم پښتو ده.
د مصطفی  سالک (منشور ادبي کره کتنه) نومي کتاب  په  (۱۸۴مخ) کي  همداسي راغلي ( جمله  ژباړه ده) دي.
« يوه  ډېره لويـه ژبه  تر هغې له منځه  نـشي تلای  تر څو  هغه  خلک  له  منځه  لاړ نشي  چې  پر  نوموړې  ژبه  خبرې  کوي.»
دلته که وګورو  د جملې  معنا  بله  راوزي  ځکه د «په»  پر ځای  «پر»  راغلی  دی. که د «پـر» پر ځای «پـه»  وليکو  جمله  داسي  راځي.
«يوه ډېره لويه ژبه تر هغې لـه منځه نـشي تلای تر څو هغه خلک له منځه لاړ نـشي چې په نوموړې ژبه خبرې کوي.»
اوس د جـملې  معنا دا شوه چي يوه ژبـه تر هـغو له منځه نـه ځي، چي د هغې  ژبي ويونـکي  وي، په هغې  ژبي خبري کـېږي، د افهام او تفهيم وسيلـه دغه ژبـه وي.
که د  دغي  ژبي ويونکي يا ملت لـه منځـه لاړ شي؛ نو ژبـه هم ورسره ځي. دا  مـطلـب د  جملې پـه  اولـه  بڼـه کي نه  اخيستل کېږي.
ښاغلی  محمد  اسماعـيل  يـون د سربـلونو – اوستربـلونو د ناسم استعمال  په اړه وايي: «دا ډول تېروتـنې په ادبي متـونو کې دومـره زيـان نـه پـېښوي خو په حقوقي، جزايي او سيـاسي متونو کې دا ډول ګرامري  تـېروتـنې د شخـص او  ټولنې سياسي ژوند  بربادولای  شي.»
دا  مثالونـه  هم  وګورئ!
پر څه دي  وواهـه؟
داسي  هم  ويلای  شو، چي  ولي  دي  وواهـه؟ خو موږ خبره  تر (پر)  پوري ده.
په پورته جمله  کي دا پوښتنه  کېږي  څه  سبب و؟  چي  و دي واهــه.
پـه څه دي وواهه؟
په دې جمله کي د وهلو د الې پوښتنه کېږي، چي لرګی، لښته څه شی و؟
دا بـېـلګـه:
يـو  پـه  دوه  يـعـنـي  دوه  چـنـده
يـو پـر دوه يـعـني  يـو شی   دوه   ځايـه  کول
د محمد  نعيم  ازاد  دا بــيت  هم  ولولئ!
د  زړه  خـبره   پـر  بارخو  پـه  اوښکــو   ځکه لـيکم
چي ستا تر زړه پوري ئې دروړي  داسي  توري  نه وي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
يادونه: دا ليکنه مخکي هم په تاند کي زما په مخکني نامه (نورالله زهير) خپره شوې ده.
درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب