جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+اخوند دروېزه او سیدعلي ترمذي د طریقت اهل نه وو

اخوند دروېزه او سیدعلي ترمذي د طریقت اهل نه وو

(بحث پاروونکی دی، د اخوند مدافعین دې راوړاندې شي.)

لیکوال: تاج‌ولي وحدتیار

د روښانیانو په اړه یوه متفق علیه خبره دا ده چې دا خلک په ریښتيني مانا د تصوف پر معنوي او تاریخي ارزښتونو پوهېدل او پښت په پښت له تصوفه سره پاتې شوي وو. د بایزید پلار قاضي عبدالله خپله د سهروردیه طریقې پیرو او د ابراهیم لودي قاضي و. دی فاضل او عالم انسان و. د روښان پلرینه او ګرده کورنۍ د بهاوالدین ذکریا ملتاني په استانه هستېدلې او د نوموړي ارادتمنده مریدان پاتې شوي. د بایزید یو تره(خدایداد) په دوړو کې پیري کوله. د ده له وفات وروسته د نوموړي پر مسند د خدیداد زوی او د بایزید تربور (شیخ اسماعیل) کیني. (دې سړي ته بایزید په لومړیو کې پوره ارادتمندي درلوده، غوښتل یې لاسنیوی ترې وکړي، خو پلار یې نه پرېښود.) د دوی پر وړاندې اخوند دروېزه او سیدعلي ترمذي دي. د دوی نسبي شالید او په طریقت کې یې تاريخي پسمنظر ته راځم؛ خو یو شی په لومړیو کې درته وایم، چې دا کوچنی او کمزوری دلیل کېدای شي چې یو څوک دې له اجدادو له طریقته برخمن نه وي، نو نه شي کولی چې په تصوف کې لوړو مدارجو او پوړیو ته ورسیږي. دا زه په نورو دلیلونو زباتوم چې اخوند او تزمذي ولې د طریقت څاښني نه لري. زموږ یوه استاد(!) یو وخت د لوی احمدشاه بابا او میرویس نیکه په اړه لیکلي و. ما ورته کړه چې د دوی ارزښت پر خپل ځای لوړ دی؛ خو دوی ته ځمکه تیاره شودیاره شوې وه او دا کار بایزید او خوشال کړی وو. په طنزیه ډول مې ورته ولیکل چې (مادرا بشینه و یک بایزید دیګه بیارا). نه پوهېږم چې زما خبرې ولې خوند ورنه کړ. اصلي بحث ته راګرځم.

روښان بابا یوه متجسسه، سرکښه او نارامه اروا درلوده. ده د حقیقت موندنې لپاره ډېرې ځمکې ګز و ګام کړې؛ خو همداسې تنده‌غری پاتې شو. پر یوه پیر یې هم زړه اوبه ونه څښي. په لومړیو کې یې پلار، د شیخ اسماعیل لاسنیوي ته پرېښوده نه او د شیخ ذکریا ملتاني پیري ده نه منله. له پلاره سره یې کشمکش هم له همدې ځایه پیلییږي. روښان سرکښي کوله او دلیل یې وړاندې کاوه چې تصوف په ارث نه اخیستل کیږي او زه باید له هغې چینې خړوب شم، چې زړه مې پرې اوبه وڅښي. له ډېر تلاښه او پوښتنو وروسته یې هم داسې څوک ونه موند، چې دی ته ورته ګونډې ماتې کړي او په پیري دې یې ونیسي. په پایله کې یې په خپل نوښت د اویسیه تګلارې له لارې روښاني صوفیانه طریقه راباسي او پر دې اډانې د طریقت اته پوړه ماڼۍ لوړوي.

روښان په بشپړه توګه وحدت‌وجودي پیر و او روښاني سلسله هم وحدت‌وجودي ده. د بایزید په خیرالبیان کې یې نمونې پرېمانه دي او دده مجذوبو پلیونو د خپل فقیر وحدت‌وجودي افکار په نظم کې پيیلي. خو د دوی پر وړاندې هغو دوو دا تومنه هېڅ نه درلوده.(دلیلونو ته راځم.) د روښان وحدت‌وجودي فکر یو، دوه بېلګې له خیرالبیان راخلم: (( ګوره! ادمیان زما په هستۍ کې دي او زما هستي ده په ادمیان کې. لکه کب په اوبو کې او اوبه په کب کې.)) روښاني شاعر مخلص د خپل مسکین دا خبره داسې نظم کړې.

هم پکې هم ترې چاپېره
دی ماهي هستي یې آب دی

ماهي هر لور ته چې ګرځي
و اوبو ته یې مآب دی

دا د وحدت‌وجودي فکر زبردسته شرحه ده. یعنې انسان که هر خوا مخ واړوي خپل خالق ویني او دا داسې مثال لري لکه ماهي چې په لوی سمندر کې ګرځي او پرته له اوبو له بل څه سره نه مخیږي. [فاینما تولوا فثم وجه الله… البقره۱۱۵] یو بل ځای وایي: (( د اسمان څاڅکي د اوبو څاڅکي دي، په یخنۍ کې واوره شي او کله چې پرې لمر راوخیژي، ګرمي ترې مړه شي او اوبه شي. دغسې د انسان ذات د رحمان له ذاته څخه دی. د شک په وجه یې شکل بدل شوی او کله چې ترې شک مړ شي، نو له رحمان ذات سره یوځای شي.

د دې برعکس اخوند او پیر یې وحدت‌وجودي نه دي. او له وحدت‌وجود( محوری جها‌ن‌بینی عرفانی وحدت‌وجود است.) پرته تصوف د بې‌روحه کالبوت مانا لري. حتی دوی د وحدت‌وجود پر آره مانا لا خبر نه وو. اخوند دروېزه لیکي: ((نن سبا ګمراه پیران(نغوته یې روښان ته ده.) پیدا شوي چې د خدای وجود او صورت ته قایل دي.نعوذبالله) له دې مالومیږي چې ده خوار د وجود له مانا څخه د فزیکي وجود مطلب اخیستی. دی(اخوند) وایي چې دا ګمراه پیران د خدای(ج) او مخلوق مثال په ګیاه کې د نم په څېر ګڼي. ( دا لنډکی بحث عبدالحلیم اثر افغاني په خپل اثر -روښاني رابطه او روښاني تړون- کې راخیستی.)

ځای- ځای اخوند وایي چې زه له بایزید سره ستونزه نه لرم. زما ستونزه ورسره پر شرعي ښوونو ده او زه د اهل سنت والجماعت د عقیدې دفاع کوم. حالنکه پَه تصوف کې له شریعت څخه لږوډېره سرغړاندي شته. له دې روښانیږي چې اخوند یو متشرع عالم دی، نه صوفي‌مشربه سړی. دی بل رد پر دې کوي چې ګوندي روښان په خپله صوفیانه تګلاره کې سماع او رقص ته اجازه ورکړې. تاسو یې در وګورئ، له استثنا پرته داسې کومه تصوفي طریقه شته چې سماع او رقص پکې نه و/نشته؟ او دا دوه متنازعې مسلې خو د دې پوتنشیل هم نه لري چې سړی دې د کفر میدان ته پرې وڅښیږي، لکه دروېزه چې دا کار کړی. هو. سماع او نڅا په روښانیانو کې وه او دا شی د روښان ایجاد هم نه دی او دا د اهل‌سلوکو مشترک ارزښت دی. بله. بایزید د خپلې ځیرکۍ له مخې هر ډول سماع ته هم اجازه نه ورکوي. دی یې ډلبندي(حرامه، مباح او روا) کوي او له دې دا روښانیږي چې روښان په خپله راېستي تګلاره کې منځلاري خوښوله.

یو ځای یې په غیبي ندا غندي چې ګوندي دا خو شرک دی. حالنکه دا سیر هم نورو سالکانو او د اهل‌‌طریقت پیروانو تېر کړی. هو. بایزید ویل چې خیرالبیان د خدای تعالی له لوري زما پر زړه الهام شوی او ادعا نه کوم چې دا دې وحي وي.

بل ځای یې پر وحدت او سکونت مقامونو رانیسي چې ګوندې دا خو سوچه کفر دی. خو دی له دې ناخبره چې دا مقام په نورو صوفیانه طریقو کې هم شته چې هغوی يې په (محو، فنافی الله او بقابالله) نومولې.

د اخوند غټه ستونزه دخپل پیر نه‌متابعت ده او په تصوف کې د خپل پیر پیروي، د خالق له پیروي کمه نه ده. دی په پوره سپینسترګۍ د خپل پیر(پيربابا) په نه‌متابعت تورن دی. ویل کیږي چې هر وخت به له نوموړو سره په شخړو و او خپلې(انا) یې اجازه نه ورکوله چې دی دې د چا لاس لاندي وي. حتی حمزه بابا خو ادعا کوي چې پر پیرروښان لګېدلي ټول تورونه او کفریات د اخوند تولید دي او بیا یې په پوره بېشرمۍ پیربابا ته منسوب کړي. ده په خپل ژوند کې پیربابا ښه کړولی، خو د نوموړي تر وفات وروسته یې وجدان ناارام و. وایي چې یو وخت اخوند دروېزه د پیربابا یو لمسی په غېږ کې اخیستی و او لوبې یې ورسره کولې چې ناڅاپه وغورځېد او خوله یې وینې شوه. دا حال چې د پیربابا بل لمسي ولید، نو زړه یې پرې وخوږېد او ورته یې وویل بابا! ته موږ بښلی یې. ته تللی شې. وایي چې له دې سره د دروېزه روح لږ ارام شو. د اخوند دروېزه د پراخې ګستاخۍ له کبله پیربابا تر اخره زړه ښه نه کړ چې ده ته دې خلافت وروسپاري.

د دې برعکس د روښان پیروان د نوموړي له سروماله تېر سرښندونکي سپاهیان وو چې په هېڅ دلیل یې د روښان له متابعته مخ نه دی اړولی. کله چې د روښان بابا د مرګ وخت نږدې شو او سختې تبې اخیستې و، نو ټول مریدان ترې راټول شول او ورته یې وویل چې باید د وروستۍ سپارښتې په توګه یو څه ورته ووایي. روښان وویل چې زما په زړه چې کوم څه الهام شوي، هغه مې په خیرالبیان کې لیکلي. بخل مې نه دی کړی او نبي او د هغه وارث ته حکم دی چې څه ورباندې نازل شي؛ هغه باید نورو ته ورسوي.

په دې اړه یوازې یو مورد شته او هغه د روښان د افکارو د علمبردار ( ارزاني خویشکي) دی. اخوند وایي چې له روښانه ارزاني خوابدی شوی، لاره یې تر جلا کړه او مخ پر هندوستان رهي شو. خو د دې اپوټه حالنامه وایي چې بایزید روښان دی هندوستان ته د علم او معرفت د ډېوې د خپرواي په پار واستاوه. همداشان د ارزاني په هېڅ شعر او یا کوم اثر کې داسې نښه نه موندل کیږي چې ارزاني دې له روښانه خوابدی شوی وي او د هندوستان لاره دې یې نیولي وي.

اخوند دروېزه به کریغه کړه چې هله اسلام، اسلامي هیواد او د اسلام باچا ته خطر دی. دا سړی( بایزید) درسره مهارکړئ، فساد جوړوي، فساد!!! اصله خبره دا وه چې اکبر د اسلام له مبین دین څخه مخ اړولی و او یو نوی دین یې جوړ کړی و. خو اخوند یې په اړه سپوڼ قدر هم نه دی کړی او یاده دې شي چې د بایزید روښان(رح) پر خلاف مذهبي او نظامي محاذونه په یو وخت پرانیستل شوي. له دې هم ښه ترا څرګندیږي، چې له کاسې لاندې نیم کاسه وه. چون اخوند او کسانو یې د روښان بابا د مناظرو زور نه درلود او ویل کیږي چې هېڅ ځای بایزید په مناظره او بحث کې نه دی پړ شوی، نو اخوند مجبور شو چې تبلیغاتو ته مخه کړي او د مغولو د خولو لوډسپیکر شي.

اسلانوف وایي چې زما کلونه کلونه مطالعه او څېړنې ښيي چې هېڅ ځای د بایزید ملاتړ کوم مذهبي مشر، ځمکوال، ملک او خان نه دی کړی. روښاني نهضت په بشپړه توګه یو ولسي خوځښت و او بایزید به خپله هم ځان عامي ګاڼه.

6 COMMENTS

  1. دروښانيانو په باب هر څومري څيړنه چې وشي بيا هم كمه ده . روښاني نهضت دپښتنو دژوند په يوه خاصه مقطع كې را پورته شو . د تصوف اوعرفان په جامه كې د ظلم اواستبداد په وړاندې را پورته شو . ډير څه په دې باب ويل كيږي . اوبايد وڅيړل شي . بله داچې اخوند درويزه دمغلو جيره خور وو ترمذي هم د بابر له كورنې سره خپلوي اړيكي درلودي خوشال بابا په خپل سوات نامه كې ډير څه ويلي دي . هغه په مخزن درويزه باندې سختي نيوكي هم كړي دي. اخوند درويزه په خپل يو اثر كې نه يوازې روښان بلكي ټول پښتانه توهين او تحقير كړي دي .”په تذكره الابرار والاشرار “ كي دا ځكه چې په يوه خيرات كې د درويزه دپلار په ږيره يو سړي دښوروا ككړ لاسونه پاك كړي وو ”ما په يو كتاب كي دلغمان يادونه شوي خو په بل ځاى كي بل ځاي وو . . هغه صوفي خو څه چې متشرع هم نه وو . البته اثار يې هم ددې لهپاره كښلي چې روښان پير چلنج كړي او دا كارونه يې دمغلو په دستور كړي دي . دا اخوند داوسني زماني دحقانيه مدرسي مشر كيداى شو يا مولانا ډيزل يا مولانا سميع الحق . خوشال بابا وايي : يو كتاب دى درويزه سره جوړ كړي _چې دسوات خلك يې له علمه دي موړ كړي نا معقول مجهول بيان په كې بې ځايه _- پكي بد دسيد وايه يزيد ستايه . دا شعر ما پري څيړنه كړي په فرهنگي بحثونو كې شته .

  2. زه خپله د تصوف مصوف مزخرفاتو ته هیڅ عقیده نلرم ، د قرآن او نبوی خالصو ارشاداتو په رُڼا کی د هغه سالم او مؤمن پینه دوز او نجار او آهنګر او خټګر او بزګر او……. ( چی حلال رزق لاسته راوړی ، د اغا رسول الله د فرمایش پر بنسټ الکاسب حبیب الله ) فضیلت او اصلیت او اهلیت تر هر هغه چا لوړ ګڼم کوم چی مُریدان ئی پر ځان را ټول کړی او د تصوف یا طریقت دوکان ئی پرانستی وی البته د اخوند ډرویزه لخوا مطرح سوی اکثره مزخرفات هم د منلو وړ نه دی.
    اصلی خبره می دا ده چی:
    د پورته لیکنی عنوان د ” اخوند درویزه او سید ترمذی ) په نومونو سمبال دی خو په په لیکنه کی د ” ترمذی ” نوم فقط یو ځل تر سترګو کیږی او نور ټول دُرنه خط د پیر روښان او اخوند درویزه تر منځ پیل سوی او ختم سوی دی.
    که څنګه!

  3. ياره له د طفيلي او پارازيتو بايد په ۲۱ زمانه افغانان ځان خلاس کړي د تف، چف، پف تاويزاو څښاک وخت تيرده اوس وخت د ساينس او پوهي ده. که سيد که حضرت که پيرکه موريد ساتونکي که مير ده که پاچا که صوفي……. دا ټول دا نومونه او ټايټلونه بايد له منځه يوړل شي تر څو د عادي اولس ارام او رښتين ژوند ته پام شي

  4. کله چې مغولي بابر او د هغه زوی همایون په هند کې د پښتنو لودیانو او سوریانو واکمنۍ ړنګې کړې او بیا د هغوی لمسیانو کړوسیانو په هند کې لویه امپراتوري ټینګه کړه ، د پښتنو سیمو حاکمیت د مغولو تر ظلم او ستم لاندې راغی . تاسو به د بابر د خاطرو کتاب « بابر نامه یا توزک بابري » لوستی وي او که مو نه وي لوستی ، مهرباني وکړئ ، هغه یوځل ولولئ ، چې دې ظالم او فساد پیشه تش په نوم مسلمان امپراتور په ټولو مسلمانانو او خصوصا پر پښتنو کوم ظلم نه دی ، چې ده به نه وي کړی.
    بایزید مشهور په پیر روښان ته بله لار نه وه پاته ، هغه همدا د تصوف لار ونیوله او په ډېر مهارت سره د خپل قوم د راويښولو او له مغولانو نه د آزادي لپاره خیر البیان ولیکه او روښاني نهضت د مغولو په مقابل کې څوځلې قیامونه وکړل .
    جلال الدین محمد اکبر مغولي امپراتور چې خپله د اسلام له دین نه وتلی اویو نوی دین یې جوړ کړی وو ، د پیرروښان په مقابل کې له ترمذ او بخارا نه دوه ملایان چې پورته په اصلي لیکنه کې ورته اشاره شوېده ، را وغوښتل ترڅو د پیرروښان د اسلامي جذبې په مقابل کې د پښتنو پام بلې خواته واړوي او پر پښتو لیکنو یې پیل وکړ.
    له یوې خوا د اخوند درویزه لیکنې په پښتو ژبه زمونږ ژبې ته خدمت ښکاري ، خو په اصل کې دوی د پښتنو د بیا راوېښېدو او یو ځای کېدو په مقابل کې انکار نه منونکی مزاحمت او خیانت کړی دی.

  5. زما د فېس بک په کمنټس خوابدی نسې،،په ټايټل کښی چی دي د شېخ ترمذي پير بابا نوم اخستې دی ،دهغه نوم ميو ځل اخستلې شوې دی،بل استاد هم دا حواله ورکړې وه،،د سر خط سره هيڅ معلومات مربوط نه وو،تنقيد پکار دی،خو زموږ ذهني معيار له دوبذڅخه بېل دی،په ليکنه کښی يوه هم نوې خبره نه وه،،دوه درې حوالې خو بېخي لايعني وې،اثر افغاني مرحوم هم زيات سطحي وو،،د خدايداد سره روحاني تړون هم د کزرنۍ مخاصمت په وجه وو،،، بايزيد نابغه شخص وو،ذهين ترين،خو علمي سويه يې کمه وه،عربي ،فارسي،هندي ټوله غلطه،،حديث غلط،استخراج يې نه کيږي،،مقولې يې حديث بللي وو،،د قرآن تعڷير غلط وو،،نه يې ګرموم،ولي چي زرګونه مفسرپن تر اڷن حرپر پوري غلط تعبير کړې دی،بايزيد خو دی معاف،،،اما انقلابي شخص وو،روحاني مسلک يې سياسي مبارزه وګرځوله،،تر اوسه بې سلېقې افغانان او د غلام پاکستان دانشور شخوند باندي وهي،،د هغو مسله سياسي تاريخي او ثقافتي ده چی بايزيد خپل ثاپت کړي د جغرافيه سره،،،زموږ علمي هدف دی،،بايزيد،،پير بابا او اخوند دروېزه او خوشحال زموږ فکري او علمي اثاثه ده،،هر يو له خپل ځاي اهميت لري،،ددې ټولو ښېګړو سره که د دروېزه او بايزيد د ځوانۍ د وختو روحاني مراحلو ته پام راوګرځوو،،و به خاندې،،دروېزه په ۲۸ کلن کښی سېپاره شروع کړي،،الهام ورته وسي،،حېرت دی،،هم داسي بايزيد ته،،دواړه پير بابا او بايزېد د مغلو سره رشته داري لري،،داسي ذهني او نفسياتي ماحول د ـځي د مظلوميت په دې مجبوره کړو،،پلار عبدالله يې لوئ عالم وو خو د زوئ و ادراک ته حېران ووزما کتاب،،پينځه کاله مخکښی(روښاني تحريک په کويټه او کندهار کښی) وګوره،،،اوس دا شخصيات زموږ اثاثه ده،،هر يو ته به رومي او جامي هم وايو،او روحاني انکشاف او تدبر د سياست او مدنيت هم ورسره شته،،په اوېسيه د چا قبضه نه ده،،خو خپل ثقافتي اشخاص او پنګه به نه تهدپدوو نه تر ديدوو،،هره زمانه چی نوې قدرت راوړي،،نو تعبير ير د خپل محيط او ضرورت مطابق کوي،،د مقامي سياست پرته خپله پـښتني رشته به قايم ساتو،،،،مغلو چي بايزېد بد نامه کولو نو يې محسن کاشميري(دا سړي په لنځو نومونو مونول شوې دی،په کشمير کښی حاکم هم پاته شوې وو)،،د دڷستان مذاهب ليکلو په وخت کا 1060هجري بيا را وروسته تر ۱۱٦۷هه پوري چي اورنګ زېب تخت اخلي،،په ميان کښی د بايزېد نزدې مذيد واصل روښاني غولول شوې وو،،او د حالنامې په حاشپه يې د محسن په نغوته په واصل دا ليکلي وو،،چی زما پير ته له آسمانه پېغام راځي،،،دا بايزيد په خپل ژوند کښی نه وو کړي،،او نه په تېذ څلور يوه کاله کښی چا عالم دې خبري ته ګوته وروړه،،مطلب مي دا،،،چي د بايزېد د بدنامه کولو،،،د پاره د مغلو دسپسه وه،،همداسي جنګونه،،،،،دا منم چي بايزيد نتر ډېرو لوړ وو،،،د نورو سطحه هم معلومه ده،،،خو يو مخ د تاريخ کردارونه مسخ کولې نه سو،،پير بابا اوس هم د دودمان د ترقي پسندۍ باوجود( شېر علي باچا مرحوم،،،ډاکتر اسرار باچا او نور)،،اوس هم په پښتنو کښی قدر او مقام لري،،د عريان الغېب،،،د آخري کتاب وروسته چی تحليل يې سم نه دی سوې،،،هيڅ نوې خبره د تاريخ له زدو پاڼو نه ده راوتلې ،،،سېوا له هغه قصې چی پورته می درنه ذکر کړه،،لګيا يو چی دا روحاني شخصيات نور وپلټو او نوي خبري ځيني را وباسو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب