Homeخبرونهمحسن داوړ د پاکستان پارلمان کې افغانانو ته د ویزې ورکولو پر...

محسن داوړ د پاکستان پارلمان کې افغانانو ته د ویزې ورکولو پر بهیر نیوکې وکړې

تاند: ( یکشنبه، د سرطان ۲۵ مه) د پاکستان د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې رئیس او د جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ افغانانو ته د پاکستان د ویزو په ورکولو کې د روڼتیا په نشتوالي او د فساد په موجودیت نیوکې وکړې.

نوموړي د پارلمان په عمومي غونډه کې وویل: افغانانو ته د ویزو ورکول یوه جدي مسله ده چې باید د لومړیتوب په اساس ورته رسیدګي وشي.

هغه د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت او نورو مسوولو ادارو وغوښتل، چې په تېرو دوو کلونو کې افغانانو ته د ویزو ورکولو د بهیر په اړه راپور ورکړي.

داوړ زیاته کړه: په دې برخه کې هرډول نور ځنډ به دغه کمیټه دې ته اړ کړي چې د بهرنیو چارو وزارتونه او د کورنیو چارو وزارتونه او د تحقیقاتو د فدرالي ادارې په وړاندې جدي اقدام وکړي.

راپورونه وایي، چې افغانانو ته د پاکستان د ویزو ورکولو بیه په تور بازار کې له پینځو سوو تر یو نیم زر امریکایي ډالرو رسیدلې، چې ډېرې ستونزې یې ولاړې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...