جمعه, نوومبر 22, 2024
HomeخبرونهW.F.P: نړیوالو بشري مرستو د افغان فقر ځپلو شمېر کم کړی

W.F.P: نړیوالو بشري مرستو د افغان فقر ځپلو شمېر کم کړی

تاند: ( یکشنبه، د سرطان ۲۵ مه)  په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام استازي اعلان وکړ چې د پراخو بشري مرستو په تعقیب په دغه هېواد کې د فقر ځپلو سطحه د تېر کال په ژمي کې له ۲۰ میلیونو وګړو څخه د روان کال په مې میاشت کې ۱۵،۳ میلیونو کسانو ته راټیټه شوې ده.

د ملګرو ملتونو اړونده دغه اداره ټینګار کوي چې د دې مثبت بدلون د دوام لپاره د نړیوال خوراکي پروګرام او د هغې د شریکانو له لارې دوامداره ملاتړ اړین دی.

د خوراکي توکیو ناامني په یوه هیواد کې هغه حالت دی، چې افراد یا کورنۍ په کافي اندازه ارزانه او مغذي خواړو ته د باور وړ لاسرسی نلري.

 په افغانستان کې د خوراکي توکو د نړیوال پروګرام مشر هیو وی لی ویلي ، چې له افغانستان سره د خوراکي توکو د مرستو د دوام لپاره د دغه سازمان بودیجه به د اکټوبر تر پایه (په دریو میاشتو کې) تمویل شي.

باید وویل شي، چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د ۳،۲ میلیارده ډالرو بودیجې غوښتنه کړې، خو د میاشتو په تېرېدو سره د دغې بودیجې یوازې ۹ سلنه برابره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب