شنبه, مې 4, 2024
Home+رسالت |رحمت پټان

رسالت |رحمت پټان

هر درسپارل شوی کار په اخلاص، مینه او محبت تر سره کوﺉ، ځکه وایي: یو پادشاه خپل قاصد را وغوښت او د سولې تړون یې ورکړ چې بل هېواد ته یې د لاسلیکولو لپاره یوسي.
قاصد چې غوښتل له سفره ګټه واخلي، خپل سوداګر ملګري یې خبر کړل چې هغه هېواد کې یې کارونه لرل.

دوستانو یې قاصد ته وویل چې سفر وځنډوي. قاصد همداسې وکړل. د سولې د تړون لاسلیکول وځنډېدل، جګړې زور واخیست. د پادشاه او سوداګرو پلانونه خراب شول.

دا چې د قاصد او دوستانو شخصي ګټو په خاطر د پادشاه پلانونه خراب شول، نو جزاء یې ټول هیواد او ملت ګوري.

هر څوک باید خپل وسپارل شوی کار سم تر سره کړي، کنه جزاء به یې وګوري. ځکه د خپل راسپارل شوي کار له مخې شخصي برخلیک ټاکلی شو. خو پر ځای یې موږ تل خپل په بېځایه پلمو درنوو چې دا دروند بار زموږ خوبونه او هیلې ورانوي.

د پرمختللې نړۍ خلک او عالي انسانان تل وسپارل شوی کار سم پر مخ ولي.

څوک چې محصل او زده کوونکی وي، نو دغه ته وسپارل شوی کار زده کړې دي، چې هر وخت او ټول فکر او ذهن یې باید د زده کړې په لوري وي. اوس که محصل یا زده کوونکی په بل څه وخت مصرف کوي یا وخت ضایعه کوي، نو دی به جزاء ګوري، ځکه دی خیانت کوي ورسپارل شوی کار نه تر سره کوي.

که دولتي کارکوونکی، دهګان، دوګاندار، موټروان او داسې که هر انسان چې کوم کار وسپارل شوی وي باید تر سره یې کړي. که چیرته یو شپون خپله رمه سمه نه مړوي او ځروي نو خیانت کوي.

دا چې هر چا خپل کار سم تر سره نه کړ یا یې خپل وسپارل شوي کار څخه بل څه ته لاس واچو یعنې کوم کار چې وسپارل شوی هغه یې تر سره نه کړ او اخلاص یې پکې ونه کړ، نو خیانت یې وکړ.

اوس څه فکر کوﺉ، ایا هر افغان ته چې کار وسپارل شوی هغه یې سم اجراء کړﺉ!؟ که سم اجراء کړای وای اوس به د ټولو هیواد والو خوښ او خوشحاله ژوند درلود.

راسپارل شوی کار که چیرته موږ په سمه توګه اجرا کړو، یو ډول د خوښي او نېکمرغي احساس کوو. دغه وخت انسان ذهن مثبت لورته انګېزه پیدا کوي او یو انسان مثبته انرژې اخلي، ټول کارونه یې ښه پرمختللې ځي.

که هر چا ته وسپارل شوی کار اجرا نه کړي او خلاص پکې ونه کړي، تاوان یې هغه یو نفر ته نه رسېږي، بلکې ټولې ټولنې، هیواد او انسانیت ته رسېږي، یو لوی خیانت کوي. دا چې خیانت وشي، نو هغه انسان ضرور جزا او تکلیف ګوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب