شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپښتین: افغان چارو کې لاسوهنه به پاکستان له بربادۍ سره مخامخ کړي

پښتین: افغان چارو کې لاسوهنه به پاکستان له بربادۍ سره مخامخ کړي

تاند (شنبه د سرطان ۲۶) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي چې په افغانستان کې به د پاکستان منفي لاسوهنې او غلطې پالېسۍ د یاد هېواد په بربادۍ پای ته ورسېږي.

ښاغلي پښتین پر خپل ټویټر لیکلي، د دغه هېواد په کورنیو چارو کې د پاکستان لاسوهنو په تېر کې هم ټوله سیمه له بربادۍ سره مخامخ کړې ده او دا ځل به یې هم پایله همدا شی وي.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې نه یوازې افغانستان ته زیانونه اړوي بلکې د ډېورنډ فرضي کرښې دې غاړې پښتانه هم د پخوا په څېر ستر زیان سره مخامخ کولی شي.

منظور پښتین دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې ولسمشر غني پرون په تاشکند کې یوه کنفرانس ته په وینا کې د عمران خان په حضور کې وویل چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي او په دې وروستیو کې له پاکستان څخه لس زره وسله وال افغانستان ته د جګړې لپاره راغلي دي.

ولسمشر غني په تاشکند کې له عمران خان سره وکتل

تر منظور پښتین وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه بل مخکښ غړي محسن داوړ هم د پاکستان د پارلمان پرونۍ غونده کې وویل چې دغه هېواد هڅه کوي، څو په افغانستان کې تېر تاریخ یو ځل بیا تکرار کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب