یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني په تاشکند کې له عمران خان سره وکتل

ولسمشر غني په تاشکند کې له عمران خان سره وکتل

تاند (پنجشنبه د سرطان ۲۵) ولسمشر محمد اشرف غني وایي په پاکستان کې ځینې شبکې او ادارې چې د طالبانو ملاتړ کوي، په ښکاره په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ولسي او دولتي شتمنیو لوټ او تالان نمانځي.

ښاغلي غني دا څرګندونې نن جمعه په تاشکند کې د جنوبي او مرکزي آسیا په نړیوال کنفرانس کې وکړې، خو دا یې ونه ویل چې کومې ډلې په پاکستان کې د افغانستان ویجاړی نمانځي.

خو څو ورځې وړاندې په ټولنیزیو شبکو کې یو شمیر ویډیوګانې خپرې شوې چې په کې د پاکستان او کویټې په ښارونو کې د طالبانو په ملاتړ لاریونونه کېدل او د هغوی په ملاتړ یې شعارونه ورکول.

نوموړي وویل په تېره یوه میاشت کې د پاکستان او نورو هېوادونو څه باندې ۱۰ زره وسله وال افغان خاورې ته اوښتي دي.

د ولسمشر غني په ګډون د افغانستان حکومت تل په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د وسله والو طالبانو د روزنې او جلب او جذب خوندي مرکزونه په پاکستان کې دي.

پاکستاني چارواکو هم منلې چې د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دېره دي او مړي او ټپیان یې دغه هېواد ته وروړل کېږي.

ولسمشر غني چې د تاشکند کنفرانس کې یې خبرې کولې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان او د بهرنیو جارو وزیر شاه محمود قریشي هم ناست و.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره لیدلي، خو په دې هکله یې جزیات نه دي ورکړي.

ولسمشر غني د خپلو خبرو پر دوام یو ځل بیا په طالبانو غږ وکړ چې له افغان حکومت سره دې د سولې جدي خبرو ته کېني او له روان تاوتریخوالي دې لاس واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب