تاند ( شنبه، د سرطان ۲۶) د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان سیاسیونو پلاوي دوحه کې د حکومت له مرکچي ډلې سره کتلي دي.
دواړو لورو په دې لیدنه کې پر سوله او روان وضعیت خبرې کړي.
د دې لیدنې نور جزیات لا نه دي خپاره شوي.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان سیاسیونو یو پلاوی تېره ورځ جمعه له طالبانو سره د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړه.
په دې پلاوي کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید منصور سعادت نادري، د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور، د افغان دولت د مذاکراتي ټیم غړی باتور دوستم او یو شمېر نور سیاسيون شامل دي.
عبدالله عبدالله دوحې ته تر روانېدو مخکې خبریالانو ته وویل، چې یاد پلاوی پوره صلاحیت لري او په وینا یې دوی هیله لري چې له طالبانو سره به یوې پایلې ته ورسېږي.
نوموړي وویل طالبان باید له دغه فرصت نه ګټه واخلي څو افغانان له روانو بدبختیو وژغورل شي.
عبدالله زیاته کړه، طالبانو ته د ولسوالیو په نیولو هېڅ هم په لاس نه ورځي، خو که د خبرو مېز ته کېني یوې پايلې ته به ورسېږي.
هغه وویل دوحې ته تلونکی پلاوی ټولشموله دی، چې د دیني عالمانو او ښځو استازي په کې هم حضور لري.
ټاکل شوې ده، چې یاد پلاوی په دوحه کې له طالب مشرانو سره هم لیده کاته وکړي.