دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد سولې او سیمه ییز اتصال لپاره د افغانستان په ګډون نوې...

د سولې او سیمه ییز اتصال لپاره د افغانستان په ګډون نوې څلور اړخیزه ډله رامنځته شوې

تاند ( شنبه، د سرطان ۲۶ مه)  د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، تاشکند کې د جنوبي او مرکزي اسیا د هېوادونو په ګډ کنفرانس کې د سولې او سیمه ییز اتصال لپاره د افغانستان په ګډون نوې څلور اړخیزه ډله رامنځته شوې ده.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ډله کې امریکا، افغانستان، پاکستان او ازبکستان شامل دي.

سرچینه وایي چې ددغه پلټفارم جوړښت په پرنسيپ کې تایید شوی دی او هڅه کېږي ډېر ژر په سیمه کې د اتصال او سولې لپاره ګډ کار پیل کړي.

خبرپاڼه وایي چې د څلورو واړو استازو هېوادونو په سیمه کې دایمي پرمختګ په افغانستان کې له دایمي سولې سره تړلی بللی دی او ټینګار کوي چې باید تر هر څه وړاندې په افغانستان کې د سولې او دایمي ثبات لپاره کار وشي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ددغه ډول جوړښتونو رامنځ ته کېدل به افغانان نور هم سولې ته نږدې کړي او په هېواد کې به د روانو جګړو له پای ته رسولو سره مرسته وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم چې د یاد کنفرانس ګډونوال وو په خپلو خبرو کې وویل چې په پاکستان کې ځینې شبکې او ادارې چې د طالبانو ملاتړ کوي، په ښکاره په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ولسي او دولتي شتمنیو لوټ او تالان نمانځي.

ښاغلي غني دا ونه ویل چې کومې ډلې په پاکستان کې د افغانستان ویجاړی نمانځي.

خو څو ورځې وړاندې په ټولنیزیو شبکو کې یو شمیر ویډیوګانې خپرې شوې چې په کې د پاکستان او کویټې په ښارونو کې د طالبانو په ملاتړ لاریونونه کېدل او د هغوی په ملاتړ یې شعارونه ورکول.

نوموړي وویل په تېره یوه میاشت کې د پاکستان او نورو هېوادونو څه باندې ۱۰ زره وسله وال افغان خاورې ته اوښتي دي.

ولسمشر غني چې د تاشکند کنفرانس کې یې خبرې کولې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان او د بهرنیو جارو وزیر شاه محمود قریشي هم ناست و.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره لیدلي، خو په دې هکله یې جزیات نه دي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب