دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهچین یوځل بیا افغان حکومت سره د هر اړخیزې مرستې ډاډ ورکړ

چین یوځل بیا افغان حکومت سره د هر اړخیزې مرستې ډاډ ورکړ

تاند ( شنبه، د سرطان ۲۶) چین یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې له روانې پروسې او ترهګرۍ ضد مبارزې ملاتړ کړی دی.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشر غني د چين له ولسمشر شي جین پنګ سره په تلیفوني خبرو کې په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

چین په دې اړیکه کې ویلي، چې هېواد یې په ټوله معنی د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او د دغه هېواد په سوله او امنیت کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د شي جين پېنګ په خبره چین د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغانانو ملاتړی دی او له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره هڅه کوي.

هغه همدا راز له ولسمشر غني سره ژمنه وکړه، چې د کورونا یو ملیون دوزه نور واکسین به هم افغانستان ته لېږي.

د ارګ خبرپاڼه وایي، چې ولسمشر غني هم په دې تلیفوني خبروکې د سولې له پروسې سره د چین مرسته اړینه بللې ده او هغه یې د افغانستان ښه ګاونډی هېواد بللی دی.

دا خبرې داسې مهال کېږي، چې ولسمشرغني تېره شپه ناوخته ازبکستان ته له دوه ورځني سفره کابل ته را ورسېد.

نوموړي د یاد سفر پرمهال له عمران سره هم وکتل.

ولسمشر غني په تاشکند کې له عمران خان سره وکتل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب