یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهچارواکي: د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۴۴ طالبانو ته مرګ ژوبله...

چارواکي: د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۴۴ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

تاند ( شنبه، د سرطان ۲۶) ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وایي،  چې د ننګرهار په اچین او شېرزادو ولسوالیو کې افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۴۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند سید مقصود صاحبزاده تاند وېب پاڼې ته وویل، چې دا عملیات تېره ورځ ناوخته د شېرزادو ولسوالۍ په ګندمک سيمه کې او د اچين ولسوالۍ په سنځلي  سیمه کې ترسره شول.

صاحبزاده وایي، په دې عملیاتو کې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او  ۲۷ نور ټپيان دي.

د نوموړي په خبره په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو په زیاته اندازه درنه او سپکه وسله هم له منځه وړل شوې ده.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب