Home+پاکستان له ۳ ماتو وروسته لومړۍ بریا خپله کړه

پاکستان له ۳ ماتو وروسته لومړۍ بریا خپله کړه

تاند ( شنبه، د سرطان ۲۶) د پاکستان او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه د پاکستان لوبډلې وګټله.

انګلستان پچه وګټله او لومړی یې پاکستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

پاکستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۲ منډې وکړې.

له ډلې یې بابر اعظم ۸۵، محمد رضوان ۶۳ او فخر زمان ۲۶ منډې وکړې.

د انګلستان لوبډلې په شلم اور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او یواځې یې ۲۰۱ منډې وکړې او لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوی له خوا لیوینګسټون ۱۰۳ او جیسن رای ۳۲ منډې وکړې.

د یادونې ده، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به دوهمه نړیواله شل اوریزه لوبه د جولای په ۱۸مه نېټه ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...