Home+بنګله دېش په لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې زمبابوې مات کړ

بنګله دېش په لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې زمبابوې مات کړ

تاند ( شنبه، د سرطان ۲۶) د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې زمبابوې ملي لوبدلې ته په ۱۵۵ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه زمبابوې وګټله او بنګله دیش لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

بنګله دېش په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۶ منډې وکړې او زمبابوې ته یې د ۲۷۷ منډو هدف وټاکه.

لیتن داس ۱۰۲، عفیف حسین ۴۵ او محمدالله ۳۳ منډې وکړې.

د زمبابوي لوبډلې په ۲۹ ام اور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او یواځې یې ١٢١ منډې وکړې.

زمبابوې دغه لوبه د ١٥٥ منډو په ستر توپیر وبایلله.

د زمبابوي لوبډلې لپاره ریکس چکابوا غوره توپ وهنه ترسره کړه او ٥٤ منډې ترلاسه کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...