دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې نا امني؛ سویډن د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ درولې...

افغانستان کې نا امني؛ سویډن د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ درولې ده

تاند ( شنبه، د سرطان ۲۶ مه)  سویډن وایي په افغانستان کې یې د وضعیت د ترینګلتیا له امله د رد شوو ۷ زرو کډوالو د ایستلو لړۍ درولې ده.

د سویډن د کډوالۍ ادارې ویلي دوی په افغانستان کې وضعیت څاري او وروستیو جګړو دې ته اړ کړي چې د رد شوو کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي.

ددغه هېواد د چارواکو په خبره دغه ځنډ به موقتي وي او همدا چې وضعیت ښه شي یاد کډوال به بېرته لېږل کېږي.

سرچینه کاږي چې دمګړی شاوخوا اووه زره افغان کډوال په سویډن کې د کډوالۍ لپاره نه دي منل شوي او له دغه هېواد به ایستل کېږي.

تر دې وړاندې فنلنډ هم ویلي وو چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ یې درولې ده.

خو آلمان بیا ویلي چې دې پروسې ته به ادامه ورکوي ځکه د افغانستان په لویو ښارونو کې لا هم امنیت شته دی.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو له اعلان سره سم په افغانستان کې تاوتریخوالی او جګړې اوج ته رسیدلې دي.

د دغو جګړو په ترڅ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلو ترڅنګ ګڼو ملکي وګړو ته هم د مرګ ژوبلو اوښتو راپورونه ورکول کیږي.

همدا راز زرګونه کورنۍ د جګړو له کبله بې ځایه شوي او لومړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

څو ورځې وړاندې ملګرو ملتونو هم ویلي و چې د افغانستان نیمایي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د بشري مرستو د همغږي کوونکې موسسې مشر رامز الاکبروف ویلي و په افغانستان کې بشري وضعیت په نړیواله کچه خراب دی.

دده په خبره دمګړی د افغانستان شاوخوا ۱۸ میلیونه وګړي، چې ددې هېواد د نفوس نیمایي کېږي بشري مرستو ته اړتیا لري.

تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو بېلو بنسټونو په افغانستان کې د روان بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښوودلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب