دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: را روان لوی اختر کې به د حکومت او طالبانو تر...

خلیلزاد: را روان لوی اختر کې به د حکومت او طالبانو تر منځ اوربند وشي

تاند ( شنبه، د سرطان ۲۶ مه)  د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزرات ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، هیله شته چې طالبان به رارړان لوی اختر کې افغان حکومت سره اوربند اعلان کړي.

زلمي خلیلزاد له اسوشیټېډ پرېس سره په مرکه کې هیله څرګنده کړې چې په را روان لوی اختر کې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشي.

هغه ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له موافقې د طالبانو تعبیر دا دی چې سیاسي موافقه باید له اوربند مخکې وي او دواړه باید په یوه وخت کې اعلان شي.

خو نوموړي زیاته کړې چې اوس مهال د اختر په ورځو کې د لنډمهال لپاره د اوربند امکان شته.

خلیلزاد ټینګار کړی چې طالبان په افغانستان کې د جګړې له لارې پوره بریا ته نه شي رسېدی او خبرداری یې ورکړ چې که له افغان حکومت سره د سولې یوې موافقې ته ونه رسېږي، نو امریکا به د طالبانو په مشرۍ د زور له لارې واک ته رسېدلی دولت په رسمیت ونه پېژني.

دا په داسې حال کې ده چې همدا تېره شپه د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان سیاسیونو پلاوي دوحه کې د حکومت له مرکچي ډلې سره کتلي دي.

دواړو لورو په دې لیدنه کې پر سوله او روان وضعیت خبرې کړي.
د دې لیدنې نور جزیات لا نه دي خپاره شوي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان سیاسیونو یو پلاوی تېره ورځ جمعه له طالبانو سره د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړه.

په دې پلاوي کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید منصور سعادت نادري، د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور، د افغان دولت د مذاکراتي ټیم غړی باتور دوستم او یو شمېر نور سیاسيون شامل دي.

عبدالله عبدالله دوحې ته تر روانېدو مخکې خبریالانو ته وویل، چې یاد پلاوی پوره صلاحیت لري او په وینا یې دوی هیله لري چې له طالبانو سره به یوې پایلې ته ورسېږي.

1 COMMENT

  1. داچې ټالبان د چنو وهلو لپاره یا هم د دې لپاره چې ډېر امتیاز تر لاسه کړي، جنګ ته دوام ورکوي او له دې وجې هره ورخ په سلګونه افغانان شهیدان کېږي، نو د چنو وهلو لپاره د مسلمانانو وژنه به په کوم کتاب کې وي!؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب