دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهټاکل شوې نن دولس بجې د افغان حکومت اته کسیزه پلاوی له...

ټاکل شوې نن دولس بجې د افغان حکومت اته کسیزه پلاوی له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کېني

تاند ( شنبه، د سرطان ۲۶ مه)  راپورونه وایي، ټاکل شوې نن غرمه دولس بجې د افغان حکومت اته کسیزه پلاوی چې مشري یې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله کوي له طالب پلاوي سره مخامخ خبرو ته کیني.

سرچینې وایي، د افغان پلاوي مشري به عبدالله عبدالله او د طالبانو ټیم مشري ملابرادر کوي.

په دې غونډه کې د ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب او سراج الدین حقاني هم ګډون کوي.

د مالوماتو له مخې، دغه غونډه نن په ۱۲ بجو پیلېږي او اساسي بحث به د اوربند په ټینګېدو وي.

د اوربند ترڅنګ به دواړه لوري د سولې په وروستیو پرمختګونو، خنډونو او ستونزو هم بحث او خبرې اترې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي له اسوشیډ پرس سره په مرکه کې ویلي چې راروان لوی اختر کې به د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشي.

د افغان حکومت تللي پلاوي تر دې مخکې دوحه کې د حکومت له مرکچي ډلې سره کتلي دي.

دواړو لورو په دې لیدنه کې پر سوله او روان وضعیت خبرې کړي.
د دې لیدنې نور جزیات لا نه دي خپاره شوي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان سیاسیونو یو پلاوی تېره ورځ جمعه له طالبانو سره د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړه.

په دې پلاوي کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید منصور سعادت نادري، د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور، د افغان دولت د مذاکراتي ټیم غړی باتور دوستم او یو شمېر نور سیاسيون شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب