جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهله فرانسې څخه افغانستان ته د رادارونو لومړۍ جوپه راورسیده

له فرانسې څخه افغانستان ته د رادارونو لومړۍ جوپه راورسیده

تاند ( شنبه، د سرطان ۲۶ مه)  د هېواد د ملکي هوایي چلند اداره وایي، له فرانسې هېواده کابل ته د رادارونو لومړۍ جوپه رارسېدلې ده.

د ملکي هوایي چلند ادارې د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رادارونو دغه جوپه نن کابل ته راورسېده چې په لګولو سره به یې د افغانستان د فضا څارنه او کنټرول په لاس کې ولري.

د دغې ادارې خبرپاڼه وایي: « د افغانستان خپلواک رادارونه به د هېواد په ۱۲ برخو کې نصب شي او د افغانستان د فضا کنټرول به له صفر ټکي څخه تر ۴۵ زره فوټو پورې لوړ کړي ترڅو د افغانستان د فضا څارنه او کنټرول په لاس کې ولرو.»

د ملکي هوایي چلند اداره دغه راز زیاتوي چې د افغانستان د خپلواکو رادارونو د نصبولو تړون د دې ادارې له خوا د ۱۱۲ ملیونه یورو په ارزښت د فرانسوي «تالس» شرکت سره لاسلیک شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې څو ورځې وړاندې د کابل په هوایي ډګر کې د میزایل ضد دفاعي سیستم هم له بریالۍ ازموینې وروسته فعال شو.

دا په تېرو ډېرو کلونو کې لومړنی د مزایلو دفاعي سیستم دی چې افغانستان ترې برخمن شو.

1 COMMENT

  1. زیری دی زیری !
    خداي ج دي قانع کړي کنه د دي غریب ملت خو په وسه نه ده پوره،خو بیا هم… .
    د بهرنې یرغلګرو نه! د داخلي کباړیانو یې خوندې ساتلو هڅه وکړي،هسې نه بیا یې د فولو یا پاپړو په وړاندې تبادله کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...