تاند (شنبه د سرطان ۲۶) د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د لوړ پوړیو پلاویو د ناستې په پیل کې د طالب پلاوي مشر ملا عبدالغني برادر وویل چې د افغانستان د ستونزې یوازینۍ حل لار یو پیاوړی، مرکزي او خپلواک نظام جوړېدل دي.
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان پلاوي او د ملا عبدالغني برارد په مشرۍ د طالب پلاوي تر منځ دوه ورځنۍ ناسته نن شنبه/ د سرطان ۲۶مه په دوحه کې پیل شوه.
د دغې ناستې موخه د افغان سولې په هکله د بین الافغاني مذاکراتو ګړندي کول او په ټوله کې داسې سیاسي توافق ته رسېدل دي چې پر مټ یې افغانستان کې روانه ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسېږي.
ملا برارد په خپله وینا کې وویل چې د ستونزې د حل یوازینۍ لار پیاوړی، مرکزي او خپلواک نظام جوړېدل دي او په وینا یې چې د یوه خپلواک او مرکزي نظام لپاره باید ټول لوري له خودخواهۍ او شخصي ګټو تېر شي، څو بې باوري او بې اعتمادي له منځه لاړه شي.
هغه وویل، بین الافغاني مذاکرات له نږدې لسو میاشتې راهیسې جریان لري، خو ځینې ستونزې شته او هغه ډول چې توقع کېدله پرمختګونه ونه شول، خو په خبره یې بیا هم هیله مندي شته.
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان سیاسي مشرانو یو ګډ پلاوی په دوحه کې د طالبانو د استازو سره د خبرو لپاره تېره ورځ قطر ته ولاړ.
په دغه پلاوي کې کریم خلیلي، عطاء محمد نور، کلیم الله نقیبي، باتور دوستم او یو شمېر نور افغان سیاسیون شامل دي.
د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې ناسته پر داسې مهال تر سره کیږي چې تر بل هر وخت افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی.
عبدالله عبدالله تېره ورځ قطر ته تر روانېدو مخکې خبریالانو ته وویل چې قطر ته د سفر هدف یې د جګړې پای ته رسېدو او سولې ټینګېدو په اړه له طالب استازو سره خبرې کول دي.