یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهعبدالله طالبانو ته؛ که فرصت ضایع شي ټول به د خدای، خلکو...

عبدالله طالبانو ته؛ که فرصت ضایع شي ټول به د خدای، خلکو او نړۍ پر وړاندې مسؤل وي

تاند (شنبه د سرطان ۲۶) د افغانستان د ملي روغې جوړې عالی شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، د زور له لارې واک ته په رسېدو ټینګار کول ستونزې نه شي حل کولی، بلکې جګړې به لا کړندۍ او په بل ډول به دوام پیدا کړي.

عبدالله عبدالله چې نن یې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د لوړ پوړیو پلاویو په دوه ورځنۍ ناسته کې خبرې کولې وویل، دوی د افغانستان د ټولو مشرانو او سیاسیونو سره تر سلا مشورو وروسته د ولس په استازیتوب طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته راغلي، تر څو شته ستونزې د جګړې پر ځای د خبرو له لارې حل شي.

عبدالله ټینګار وکړ چې موخه یې د افغانستان ستونزې ته د یوې سیاسي حل لارې موندل، مشارکت او د افغانستان د خلکو لپاره د یوې ګډې راتلونکې ټاکل دي.

نوموړي وویل، همدا اوس په هېواد کې جګړې په ډېر شدت سره دوام لري او په وینا یې چې اصلي قربانیان یې هم افغانان دي.

هغه زیاته کړه، قطر ته د مانا لرونکو او اصلي خبرو لپاره راغلي، تر څو په هیواد کې تر ټولو اوږدې غمیزې او جنګ ته د تل لپاره د پای ټکی کېښودل شي.

د ملي روغې جوړې عالی شورا مشر زیاته کړه چې سولې ته رسېدل له دواړو لورو انعطاف ته اړتیا لري او په وینا یې چې د سیمې او نړۍ په کچه په افغانستان کې د سولې لپاره ښه فرصت برابر شوی دی.

عبدالله عبدالله وویل، د تاشکند په کنفرانس کې هم د جګړې پر ځای په افغانستان کې پر سیاسي حل ټینګار شوی، نو که لاس ته راغلی فرصت له لاسه ووځي ټول به د خدای، خلکو، تاریخ او نړۍ پر وړاندې مسؤل وي.

هغه هیله وښوده چې دغه دوه ورځنۍ ناسته به د مذاکراتو له روان بهیر سره مرسته وکړي څو د سولې لپاره ګړندي ګامونه واخیستل شي.

عبدالله پر طالبانو غږ وکړ، نور باید له حاشیې تېر او د ستونزې په متن بحث وکړو ځکه چې په جګړه هدف ته رسېدل ناممکن دي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر په هېواد کې روان تاوتریخوالي ته په اشارې وویل، چې د جګړو له امله د روانې وینې توییدنې جبیره نه شو کولی او نه له مسؤلیت ځان خلاصولی شو، نو په کار ده چې افغان ستونزې ته د تل لپاره د پای ټکی کېښودل شي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان سیاسي مشرانو یو ګډ پلاوی په دوحه کې د طالبانو د استازو سره د خبرو لپاره تېره ورځ قطر ته ولاړ.

په دغه پلاوي کې کریم خلیلي، عطاء محمد نور، کلیم الله نقیبي، باتور دوستم او یو شمېر نور افغان سیاسیون شامل دي.

د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې ناسته پر داسې مهال تر سره کیږي چې تر بل هر وخت افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب