یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني: پاکستان کې د افغانستان لوټل او ویجاړیدل نمانځل کیږي

ولسمشرغني: پاکستان کې د افغانستان لوټل او ویجاړیدل نمانځل کیږي

تاند (جمعه د سرطان ۲۵) ولسمشر محمد اشرف‌غني چې نن یې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د منځنۍ او سویلي اسیا هېوادونو په کنفرانس کې وینا کوله وویل، په پاکستان کې ځینې شبکې او ادارې چې د طالبانو ملاتړ کوي، په ښکاره په افغانستان کې د طالبانو لخوا د ولسي او دولتي شتمنیو لوټ او تالان نمانځي.

ښاغلي غني د خپلو خبرو په دوام وویل، پاکستاني مشران تل له افغانستان سره د ښو اړیکو لرلو خبره کوي، خو په حقیقت کې بیا همدوی له طالبانو کلک ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه، په تیره یوه میاشت کې له پاکستان او نورو هیوادونو څخه څه باندې ۱۰ زره وسله وال افغانستان ته را اوښتي وو.

ولسمشر غني په یاد کنفرانس کې یو ځل بیا له پاکستان وغوښتل چې د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره دې له خپل نفوذ څخه کار واخلي.

افغان ولسمشر په داسې حال کې د پاکستان لومړي وزیر عمران‌خان او د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي ته په یاد نړیوال کنفرانس کې مخامخ د هغوی د دوه‌مخیتوب او نه‌همکارۍ یادونه کوي چې همدا نن د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالي په جګړه کې لسګونه ټپيان شوي طالبان د کويټې او چمن روغتونونو ته د درملنې لپاره اوښتي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب