Homeخبرونهافغان ځواکونو، د بامیان کهمرد ولسوالی له طالبانو پاکه کړه

افغان ځواکونو، د بامیان کهمرد ولسوالی له طالبانو پاکه کړه

تاند (جمعه د سرطان ۲۵) ځایي چارواکي وایي، افغان ځواکونو د بامیان ولایت په کهمرد ولسوالي کې طالبانو ته سخت تلفات اړولي او یاده ولسوالي اوس د حکومت په ولکه کې ده.

د یاد ولایت د والي مرستیال رسنیو ته ویلي، د والي محمدطاهر زهیر په مشري سلګونه افغان سرتېرو او ولسي پاڅون‌والو نن سهار د سیغان ولسوالي له نیولو وروسته غرمه مهال کهمرد ولسوالي هم د طالبانو له شتون څخه پاکه کړه.

د والي مرستیال عتیق الله عتیق زیاته کړې، په یادو عملیاتو کې لسګونه طالبان وژلي او ګڼ شمېر وسلې یې ورڅخه ترلاسه کړې دي.

د بامیان ولایت سیغان او کهمرد ولسوالي تېره اونۍ د طالبانو لاس ته ورغلې وې.

په همدې حال کې بیا د کندهار سپین بولدک ولسوالي هم له سختو جګړو وروسته نن سهار افغان ځواکونو ونیوله چې لسګونه افغان او پاکستاني طالبان په‌کې ووژل شول.

د سپین بولدک په جګړه کې د رویټرز خبري اژانس خبریال دانش صدیقي هم د طالبانو له لوري د هوت غره په سیمه کې د دندې پرمهال ووژل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...