شنبه, مې 11, 2024
Home+هغه  پټې عُقدې چې د عقيدې جعلي رنګ لري

هغه  پټې عُقدې چې د عقيدې جعلي رنګ لري

ليکوال: عارف افغان

د شرعياتو پوهنځي استاد چې څانګې ته راننوت، خوښ برېښېد. شعوري يې هڅه وکړه، چې بحث د سياست خواته راکاږي. زموږ خو هسې هم سياسي بحث د هر مجلس مالګه وي. په ډېر وياړ يې وويل، چې طالبانو  خو امريکې  او لاسپوڅو ته يې سخت غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ. وايي چې طالب د نړۍ يو لوی ځواک په ګونډو کړ. هغه د يوې لويې امپراتورۍ خوبونه ويني او نن چې يې کوم بری ترلاسه کړ، تاریخ به يې ياد ساتي. د مولوي صيب تمرکز د امريکا او طالبانو ترمنځ پر تړون او له هېواده د امريکايي عسکرو په وتو و، چې ګنې طالبانو ترې يوه لويه فتحه ترلاسه کړه.

دغسې يو بحث زه کابو څلور پنځه کاله وړاندې بوتلم. د مازيګر لمونځ مو د ښار په لوی جومات کې وکړ. د راوتو پر مهال راسره مولوي صيب ملګری شو. دا زما د ملګري خسر و. د خدای پامانۍ پر مهال يې دَین راواچاوه، چې تاسو له روسي او امريکايي سره جوړ شئ؛ خو پام مو وي، چې د خپل وطن له کمونست سره جوړ نه شئ، ځکه دوی هغه څوک دي، چې دا وطن يې د هلاکت پر سيند لاهو کړ. دی چې ولاړ، زوم يې ماته خندل ويل يې ددوی دښمني له افغانانو سره د کمونست او بل په نوم عقدوي ده، نه عقيدوي.

د دوی پر بحث زه نور نه يم، پوه شوی، چې نورې به يې څه غورې کړې وي؛ خو زه د سوچ پېغلې په غېږ کې ونيوم. لکه بت مې په رڼو سترګو د مجلس غړو ته کتل، خو روحا ورسره نه وم. لاس مې تر زنې لاندې ايښي و او د سوچ يوه بله نړۍ مې ګزوګام کوله. دلته د ډېرو جګړو او دښمنيو ماشين د عُقدې پر تېلو روان دی؛ خو دغه عقدې د عقيدې جعلي پوټکی او خيالي رنګ لري. هغه چې ديني زده‌کړې لري، که هر څوک دی او په هره جامه کې دی، دی  ځان د طالب خواخوږی، ملګری او د ډلې سړی بولي، فکر يې د هغوی د فکر ملګری دی، څه وشو، که له دولته ښه معاش هم اخلي. دا افغانستان دی او دلته چې هر څوک په هره ډله او هرې اتحاديې کې وي، بس د خپلې ډلې ملاتړ به کوي، که هغه په حقه وي، که په ناحقه!

په ورته ډول هغه څوک چې عصري زده‌کړې لري، که په هره ډله کې وي او په هر موقف وي، د ملا خلاف دی. (دا دواړه برخې استثنا لري.) که څوک عصري زده کړې لري، د دينې زده کړو برخه يې کمزورې ده  او په شعوري ډول يې شاته پرې يښې ده. که څوک ملا دی، له عصري زده کړو سره يې ډزې دي. کابو له نيمې پېړۍ راپدېخوا موږ په ډلو وېشل شوي يو. څوک مجاهد دی او د کمونست په نوم د خپل ورور وينو ته تږی ناست دی، څوک ملا او طالب دی او د خپل ورور پر مرۍ ځکه چاړه راکاږي، چې ګواکې دی د بل مزدور دی؛ خو هيڅ دا فکر ونه شو، چې اخر دا څوک دی  او ولې يې په مختلفو نومونو تورن کړم؟ دا خو زما ورور دی. خو نه! دا هغه عقدې دي، چې ريښې يې تر ډېره د نفرت په کرونده کې ژورې خښې دي. 

په هېواد کې مې په خپل يادښت دېرش کلنه جګړه لکه د فلم صحنه په ذهن کې تله راتله. دلته د خپلو عقددو د سړولو لپاره له دين نه د سپر کار واخيستل شو. څومره ککرې د يوې لېونۍ عقدې په پايله کې  د دين په نامه ورغړېدې. څومره ميندي بورې شوې، څومره خویندې ورارې شوې او څومره مېرمنې ددې ناولې عقدې له امله  د نورو لاس ته کېناستې؛ خو افسوس چې نه خدای راضي شو او نه مطلب تر لاسه شو. څومره جزوي مسايل کلياتو ته ننوتل؟ دستي راياد شول، چې يو ملګري په فيسبوک ليکلي و: طالبان نوره له چا سره جګړه کوي، امريکايان وېستل يې موخه وه، هغه ووتل. له مخې ورته يو طالب ليکلي وو، چې : ته په کابل کې د اريانا سعيد عیاشي وګوره او بيا دا خبرې کوه، تر هغې چې دا عياشي او فحاشي په کابل کې وي، زموږ جهاد به دوام لري. يعنې طالب تر دې حده عقدوي دی!

زه په همدې سوچونو کې وم، چې څومره وېشل شوي يو، څومره مو خپل اصل او انسانيت هېر کړی او څومره پرديو رنګونو او ټاپو پر موږ اغېز کړی دی؛ خو دې ته مو پام نه شته، چې نړۍ کوم ځای ته ورسېده او زموږ لا اوس هم څه حال دی.  د پوهنتون استادان  چې د ټولنې سر لاري دي او بحراني مسايلو ته بايد د حل لارې بيا مومي، دوی دومره عقدې پسې اخيستي او بحران ته لمن وهي؛ نو رب دې مل شي د وطن  او د ملګرو! ما د خيال بېله دنيا زنګوله، چې د ټولګي نماينده مې مخې ته ودرېد، ويل يې استاده ساعت دې له موږ سره دی. د استادۍ په بهير کې  مې لومړی ځل و، چې زه ټولګي ته ناوخته کوم او محصل په ماپسې څانګې ته راځي. 

1 COMMENT

  1. بسم الله الرحمن الرحیم
    دنجیب پر مهال مولوی محمدی اسلام اباد کی وویل کابل کی تلویزیون دی او نغمه پکی بربنډی سندری وایی نو د روسانو د وتلو باوجو جهاد فرض عین دی او کابل باید وران شی، تلویزیونونه باید بند او ټول مات شی…
    ټس بله ورځ یی هماغه نغمه نږور شوه او پاکستان کی هر کور کی تلویزیون ایښی او رنډی خانی یی رسوا شوی بس دا کیسه داډیر کلونه روانه ده پنجاب دوی ته وایی هله غوږ دی پیشو یووړ دوی خپل غوږ ته نه ګوری پیشو پسې منډې وهی پنجاب ته نه وایی چی دا ستا ملک کی څه حال دی دافغانستان اسلام لله الحمد تل تر ټولو ملکو ښه دی وروسته له هجرته چی اوس دخلکو کیسی او د نجیب مقالی اورم آن کمونیستی کی زموږ اسلام نړی کی ساری ندرلود

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب