دوشنبه, اکتوبر 7, 2024
Homeخبرونهد عبدالله په مشرۍ یو پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره...

د عبدالله په مشرۍ یو پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته روان شو

تاند (جمعه د سرطان ۲۵) د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ یو پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته روان شو.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید منصور سعادت نادري، د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور، د افغان دولت د مذاکراتي ټیم غړی باتور دوستم او یو شمېر نور سیاسيون د دغه هیئت غړي دي.

عبدالله عبدالله دوحې ته تر روانېدو مخکې خبریالانو ته په خبرو کې وویل چې یاد پلاوی پوره صلاحیت لري او په وینا یې دوی هیله لري چې له طالبانو سره به یوې پایلې ته ورسېږي.

نوموړي وویل طالبان باید له دغه فرصته ګټه واخلي څو افغانان له روانو بدبختیو وژغورل شي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر زیاته کړه، طالبانو ته د ولسوالیو په نیولو هېڅ هم په لاس نه ورځي، خو که د خبرو مېز ته کېني یوې نتیجې ته به ورسېږي.

هغه وویل دوحې ته تلونکی پلاوی ټولشموله دی چې د دیني عالمانو او ښځو استازي په کې هم حضور لري.

ټاکل شوې دغه پلاوی په دوحه کې له طالب مشرانو سره لیده کاته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې امنیتي وضعیت تر بل هر وخت مخ په خرابېدو دی او هره ورځ د شدیدو جګړو له امله د درنې مرګ ژوبلې راپورنه ورکول کېږي.

تمه کېږي چې دغه پلاوی به له طالبانو سره د تاوتریخوالي پر کموالي او اوربند یوې هوکړې ته ورسېږي.

بلې خوا د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي غړي او د ملکي خدمتونو ادارې مشر نادر نادري پرون پنجشنبه په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې طالبان د درې میاشتني اوربند په بدل کې د خپلو ۷۰۰۰ نورو بندیانو د خلاصون غوښتنه کوي.

نادر نادري: طالبان د لنډمهالي اوربند په بدل کې د ۷ زرو بندیانو خلاصون غواړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب