جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنادر نادري: طالبان د لنډمهالي اوربند په بدل کې د ۷ زرو...

نادر نادري: طالبان د لنډمهالي اوربند په بدل کې د ۷ زرو بندیانو خلاصون غواړي

تاند (پنجشنبه د سرطان ۲۴) افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي غړی او د ملکي خدمتونو ادارې مشر نادر نادري وایي، طالبان د درې میاشتني اوربند په بدل کې د خپلو اووه زرو بندیانو د خوشې کېدو او د ملګرو ملتونو له تور نوملړ څخه د خپلو مشرانو د نومونو اېستل غواړي.

نادر نادري نن پنجشنبه په کابل کې یوې خبرې ناستې ته په خبرو کې وویل، طالبانو تر اوسه په رسمي ډول دغه غوښتنه له دوی سره نه ده شریکه کړې، خو په خبره یې د دغې ډلې یوه غړي ویلي چې طالبان داسې یوه طرحه لري.

د نوموړي په خبره، د طالبانو دغه غوښتنه خورا درنه ده. هغه زیاتوي تېر ځل هم د دغې ډلې څه کم شپږ زره بندیان خوشې شول چې نه یوازې د سولې او ثبات سره یې مرسته ونه کړه، بلکې جګړو ته یې لاپسې زور ورکړ.

هغه وویل دوی به هغه وخت د طالبانو دغې غوښتنې ته لبیک ووايي چې په افغانستان کې د سولې وزرې وغوړېږي او جګړې پای ته ورسېږي.

نادر نادري هغه اوازې هم رد کړې چې ګني دوحه کې به د موقت حکومت په هکله خبرې کېږي، خو دا یې تایید کړه چې د افغان سیاسیونو یو پلاوی به په یوه یا دوه ورځو کې قطر ته ولاړ شي او د طالب پلاوی سره به خبرې وکړي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمیسیون رئیس د خپلو خبرو پر دوام وویل چې جګړو د افغانستان هرې برخې ته زیان اړولی دی.

دده په وینا دمګړۍ په ټول هېواد کې د شاوخوا ۱۱۲ انکشافي پروژو کارونه د جګړو له امله ځنډېدلي، لسګونه عامه تاسیسات له منځه تللي او په وینا یې چې خلک له بېکارۍ، لوږې، فکر او ورانیو سره لاس او ګرېوان دي.

د نادري په خبره طالبانو په ځینو ولایتونو او ولسوالیو کې ۲۶۰ حکومتي ودانۍ نړولې او یا زیانمنې کړې دي.

دده په خبره طالبانو ته په کار ده چې له ورانۍ او جګړو لاس په سر شي. افغان چارواکي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبان بیا وایي دوی دولتي تاسیسات نه ورانوي او په دې اړه خپاره شوي راپورونه بې بنسټه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب