جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا د طالبانو له لوري د افغان کومانډویانو پر وژلو توند غبرګون...

امریکا د طالبانو له لوري د افغان کومانډویانو پر وژلو توند غبرګون وښود

تاند ( پنجشنبه، د سرطان ۲۴ مه ) د امریکا متحده ایالاتو د طالبانو له لوري د افغان کمانډویانو پر وژلو توند غبرګون وښود.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د طالبانو له لوري په قصدي توګه د اسیر شوو افغان کومانډویانو وژل او د هغې ویډیو خپرول یو غیر انساني عمل دی .

د ده په خبره دا ستر جنایت دی او دا ډول جنایتونه باید په جدي توګه وڅېړل شي.

هغه ویلي د طالبانو دا کړنه ښيي چې دوی ډېره ظالمانه تګلاره غوره کړې ده او له بشري قوانینو یې ښکاره سرغړونه کړې.

نوموړي زیاته کړې چې امریکا د طالبانو دغه عمل په کلکو ټکو غندي او د جدي پلټنې غوښتنه یې کوي.

د دې تر څنګ د بښنې نړیوال سازمان هم دا پېښه بوږنوونکې بللې وه او په نړیواله کچه یې ددغه مسئلې د پلټنې غوښتنه کړې وه.

د سي ان ان له لوري په خپره شوې ويډیو کې ښوودل کېږي چې طالبان د جوزا په اووه وېشتمه د فاریاب په دولت اباد کې ۲۲ تسلیم شوي افغان کومانډویان وژني.

طالبانو بیا دا ویډیو جعلي او تبلیغاتي بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د هېواد په مختلفو ولایتونو کې جګړو ته شدت ورکړی او له کبله یې لسګونه زره عام افغانان د خپلو مېنو څخه بې ځایه شوې دي.

دغو جګړو ته په کتو ځینو هېوادونو له افغانستانه د خپلو ډیپلوماتانو د ایستلو خبر هم ورکړی دی.

ورته مهال امریکا علان کړی چې د جولای اخېره اونۍ کې به یوه ډله افغان ژباړونکي هم له افغانستانه بهر ولېږدول شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي وایي: ” افعان ژباړونکي زړور خلک دي. موږ غواړو چې وروستیو څو کلونو کې د دوی د کار ارزښت په رسمیت وپېژندل شي. “

یوه امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، اول پړاو کې دوه نیم زره کسان ښايي یوه دریم هېواد کې تر هغه د امریکا پوځي مرکزونو کې مېشت شي چې د ویزو غوښتنلیکونه یې بشپړ شي.

وروستیو کې هغو افغان ژباړونکو چې بهرنیو ځواکونو سره یې تېر شل کلن جنګ کې همکاري کړې ده، بار بار بهر ته د تګ غږونه پورته کړي خو لا هم ځینې یې اندېښنه لري چې شاید افغانستان کې پاتې شي.

خو د دې هر څه ترڅنګ بیا دوه ورځې وړاندې مخکیني ولسمشر حامد کرزي وویل چې افغانان دې بهر ته د تګ پر ځای خپل هېواد ته کار وکړي او په وینا یې سوله ژر راتلونکې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب