تاند (پنجشنبه د سرطان ۲۴) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کونړ کې د لښکر طیبه ډلې د یوه غړي د وژل کېدو خبر ورکړی.
د کورنیو چارو وزارت نن پنجشنبه په یوه بیان کې ویلي چې دغه کس د پاکستان تبعه دی او په کونړ کې یې د ترهګریزو بریدونو په طرحه او سازماندهي کې مهم نقش درلود.
په خبرپاڼه کې راغلي د لښکر طیبه ډلې دغه غړی سیف الله نومېږي چې پرون چهارشنبه په اسمار ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره د نښتې پر مهال ووژل شو.
لښکر طیبه یوه پاکستانۍ ترهګریزه ډله ده چې له ډېرې مودې راهیسې په کونړ کې فعالیت کوي او د ځینو نورو ډلو د جنیګیاليو د تمویل چارې هم مخته وړي.
افغان چارواکوي تردې مخکې هم د لښکر طیبه ډلې د ګڼ شمېر جنګیالیو د نیولو او په کونړ کې د دې ډلې د پټنځایونو او وسلو ډیپوګانو د تخریب خبر ورکړی و.
که دا عکس د همدې حرموني وي، نو افغان ځواکونو باید دا سپې وژلی نه وای. هغه یې باید باغ وحش کې په یوه قفس کې اچولې وای او اعلان یې کړې وای چې يو نوی ډول وحشي حیوان یې نیولی او ژوبڼ کې یې د نندارې لپاره اېښی دی. پوهېږم چې د ژوبڼ حیواناتو به حتما دده له اوسېدو سره په ژوبڼ کې اعتراض کړی و.
دا موردگاو خو والله چې سم دم د کوم وحشې ځناور له نسله دی. له مور یې باید پوښتنې او ګروېزنې وشي چې دا حرمونې یې له کومه پیداکړی و.