Homeخبرونهاقتصادي خبرونهله اوږده ځنډ وروسته د چین اورګاډي افغانستان ته سوداګریز توکي راوړل

له اوږده ځنډ وروسته د چین اورګاډي افغانستان ته سوداګریز توکي راوړل

تاند ( شنبه، د سرطان ۲۴) له اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا د چین اورګاډي د افغانستان شمالي بندر ته سوداګریز توکي راوړل.

د افغانستان د رېل لارې د ادارې مسوولان وايي، دغه محموله کې شاوخوا ۵۱ کانټینره سوداګریز توکي شامل دي، چې په افغان سوداګرو پورې اړه لري.

سرچینه وایي، چې یاده محموله د یکشنبې په ورځ حیرتان بندر ته راورسېده.

د سرچینې په حواله په دې محموله کې الکترونیکي وسایل، روغتیايي توکي، اغوستونکي او نور سوداګریز توکي شامل دي.

مسوولان زیاتوي، چې د چین او افغانستان ترمنځ د غځېدلې رېل پټلۍ ستونزې حل شوې دي او پر دې لار به سوداګري منظمه او پراخه کړل شي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د ځینو ستونزو له امله له د دغه لارې تګ راتګ ځنډېدلی و، خو اوس له اوږدې مودې وروسته د افغان سوداګرو محموله له دې لارې افغانستان ته را ورسېده.

دا سوداګریزه محموله داسې مهال افغانستان ته رارسېږي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې له خپل افغان سیال، حنیف اتمر سره د شانګهای د همکاریو سازمان په چوکاټ کې د افغانستان د اړیکو ډلې د څلورمې ناستې  افغانستان سره د هر راز مرستې ډاډ ورکړی.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپآڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو په دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان په سیاسي او امنیتي وضعیت، افغان سولې پروسې او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وکړې.

چین وايي، په افغانستان کې دایمي ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...