Homeخبرونهچین وايي، په افغانستان کې دایمي ثبات د ټولې سیمې په ګټه...

چین وايي، په افغانستان کې دایمي ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی

تاند (پنجشنبه د سرطان ۲۳) چین وایي په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه خبره د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې له خپل افغان سیال، حنیف اتمر سره د شانګهای د همکاریو سازمان په چوکاټ کې د افغانستان د اړیکو ډلې د څلورمې ناستې  په څنډه کې وکړه.

د دغه وزارت په بیان کې راغلي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو په دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان په سیاسي او امنیتي وضعیت، افغان سولې پروسې او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وکړې.

د بیان له مخې د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل، دوی د افغان سولې کلک ملاتړي دي او هڅه کوي افغانستان ته د دایمي سولې د راتګ په برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

د ښاغلي وانګ یې په خبره دا د طالبانو لپاره ستره ازموینه ده چې په سیاسي بهیر کې د ګډېدو لپاره جګړې ودروي، له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او په افغانستان کې روانه جګړه د تل لپاره ختمه کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي ښاغلي اتمر هم د خبرو له لارې د افغان جګړه پر پای ته رسېدو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د سیمې د هېوادنو رول مهم وباله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...