جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهنړیوال بانک له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ژمنه وکړه

نړیوال بانک له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ژمنه وکړه

تاند (پنجشنبه د سرطان ۲۴) ولسمشر اشرف غني د نړیوال بانک د اسیايي برخې له مرستیال هارټ ويک شېفر سره خبرې کړې دي.

ارګ د یوه بیان په خپرولو سره ویلي په دې وېډیوي مکالمه کې چې پرون ماښام ترسره شوه، په افغانستان کې پر روان اقتصادي وضعیت او د نړیوال بانک پر همکاریو خبرې وشوې.

د بیان له مخې، ولسمشر غني همدارنګه په مختلفو سکتورونو کې د حکومت د لومړيتوبونو او په اقتصادي او امنيتي برخو کې د لا زيات شفافيت په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي غني وویل چې د جګړو او وچکالۍ له امله افغانان له پراخو ستونزو او سختیو سره مخامخ دي نو له همدې امله د نړیوال بانک په څېر نورو نړیوالو بنسټونو ته په کار ده چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د ارګ په بیان کې د ويک شېفر له قوله راغلي چې دوی پر خپلو ژمنو ولاړ دي، تل یې په اړینو مواردو کې مرستې کړې دي او هڅه کوي په خپلو راتلونکو غونډو کې اړمنو افغانانو ته د مرستې رسونې پر څرنګوالي خبرې وشي.

بیان زیاتوي، «د نړيوال بانک مرستيال د نړيوال بانک د ژمنو پر دوام د ټينګار ترڅنګ وويل، د افغانستان دولت، نړيوال بانک او د پيسو نړيوال صندوق ترمنځ همغږي مؤثره ده او د (JCMB) د څارنې او انسجام ګډ بورډ غونډه يې چې ټاکل شوې د روانې مياشتې په وروستيو کې د ترسره شويو کارونو د ارزونې او پرمختګ لپاره جوړه شي، مهمه وبلله.»

د نړیوال بانک د اسیايي برخې مرستیال زیاته کړې چې په افغانستان کې به یې په بېلا بېلو برخو کې پروژې روانې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب