پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهلغمان کې د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵...

لغمان کې د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي

تاند ( پنج شنبه، د سرطان ۲۴) په لغمان ولایت کې د ملکي وګړو پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې او د یوې کورنۍ ۱۷ غړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د سیمې اوسېدونکي وایي،دا پېښه تېره ورځ ماښام مهال د نورګرام او الینګار ترمنځ په خلیل اباد کلي کې شوې ده.

سرچینې زیاتوي، په دې پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

د سرچینې په خبره په وژل شویو او ټپيانو کې ماشومان او مېرمنې شاملې دي.

ځایي خلک وایي له یادې سیمې د وروستیو نا امنیو له امله ګڼ خلک وتلي او خپلې آبادې مېنې یې پريښي دي.

په ورته وخت د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي تاند وېب پاڼې ته وویل، چې په دې پېښه کې ۵ تنه وژل شوي او د یوې کورنۍ ۱۲ تنه ټپيان شوي دي.

دولتزی وایي، دا مرمۍ د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوې، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی پېښه نه ده، تر دې وړاندې هم په یاده سیمه کې د عامو خلکو پر کورونو د هاوان مرمۍ لګېدلي او عامو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...