Homeخبرونهولسمشر غني ازبیکستان ته روان شو

ولسمشر غني ازبیکستان ته روان شو

تاند (پنجشنبه د سرطان ۲۴) ولسمشر محمد اشرف غني د منځنۍ او جنوبي اسیا، سیمه ییز اتصال، فرصتونه او ننګونې ترسرلیک لاندې نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره په دوه ورځني رسمي سفر ازبیکستان ته لاړ.

ارګ وايي ولسمشر غني به په دغه کنفرانس کې پر ګډون او وینا سربېره له خپل ازبک سیال شوکت میرضیایف او په کنفرانس کې د ځینو هیوادونو ګډون کوونکو استازو سره جلا جلا کتنې وکړي.

ارګ وايي، ولسمشر غني به په دغو کتنو کې د نوي فصل په چوکاټ کې له افغانستان سره د دوستانه او دوامداره اړیکو او په بېلا بېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...