جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاکرم خپلواک: ډېر ژر به د سولې خبرې له مبهم او ګونګ...

اکرم خپلواک: ډېر ژر به د سولې خبرې له مبهم او ګونګ حالته راووځي

تاند (پنجشنبه د سرطان ۲۴) د سولې په چارو کې د ولسمشر اشرف غني سلاکار او د ملي روغې جوړې عالي شورا غړی محمد اکرم خپلواک وایي، راتلونکو اونیو کې به د سولې خبرې له مبهم او ګونګ حالت څخه راووځي.

ښاغلي خپلواک نن پنجشنبه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کې وویل، په تېر کې د سولې په پروسه کې ځینې تېروتنې او اشتباهات د دغې پروسې د ځنډ او خنډ لامل شوي دي.

د هغه په خبره، له دغو مواردو یو یې دا دی چې د سولې اصلي مباحث له افغان ولس څخه پټ ساتل شوي دي، خو په وینا یې نور دا حالت پای ته رسېدونکی دی او په راتلونکو څو اونیو کې به د سولې په هکله اساسي بحثونه پیل او وضاحت به وشي چې وروسته به ولس خپل تصمیم ونیسي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا غړي ټینګار وکړ چې افغان ولس د یوې تلپاتې سولې او ثبات غوښتونکی دی نو ځکه باید حکومت طالبان، افغان سیاسیون او ښکیلې خواوې د تل پاتې سولې لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

خپلواک وویل، موقتې سوله او موقت حکومتونه افغانستان ته سوله نه شي راوستلی، بلکې تلپاتې سوله هغه وخت راتلی چې ټول اړخونه ملي ګتې په پام کې ونیسي او ولس خپل برخلیک او زعیم په خپله وټاکي.

هغه ټینګار وکړ چې د ډلو ټپلو او احزابو سره موقته سوله افغانستان دایمي سولې او ثبات ته نه شي او افغانان هم دا نه غواړي.

په دې ناسته کې په امنیتي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار او د وحدت ګوند مشر محمد محقق هم وویل چې په نژدې ورځو کې به یو پلاوی قطر ته ولاړ شي او هلته به ځینې فیصلي وشي، چې وروسته به اصلي تصمیم ولس ونیسي.

محقق په دې هکله نور جزیات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه چې اوربند او له هغې وروسته به د سولې په خبرو بحثونه کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب