دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeمقالېد ولس په ستوني کې پښه مه ږدئ

د ولس په ستوني کې پښه مه ږدئ

ليکنه ،عبدالوحيد وحيد

د بيان آزادي، معلوماتو ته لاسرسى او ازادې رسنۍ د هر ملت د ويښتابه، معلوماتي او کلتوري بډاينې، د نظام د سمون لپاره د هيواد د پرګنو او حکومت ترمنځ پياوړى پل، د ټولنې د ذهني وړتیا د ودې او د خبرونو د کره توب ضمانت وي. شک نشته چې د معلوماتي تکنالوژي په برخه کې پرمختګونه د تمدنونو کلتورونو او ولسونو ترمنځ د پيوستون لامل ګرزيدلى دى.

که د اوسني نظام له لاسته راوړنو څخه د بيان د ازادي حق نفى شي  نو هيڅ نه پاتې کېږي. د افغانستان د تيرو شلو کلونو له ډيرو سترو لاسته راوړنو څخه چې له انساني معيارونو اسلامي حکمونو او افغاني دودونو سره سمون خوري او زمونږ ولس ورباندي وياړلى شي د بيان ازادي خورا ارزښتناکه لاس ته راوړنه ده.

د معلوماتي ټيکنالوژي د چټکو پرمختګونو او ټولنیزو رسنیو د شتون له امله  اوس مهال د خلکو سترګې تړل او ستوني بندول اسان کار نه دى. بله دا چې د خلکو په ستوني کې پښه ايښودل غبرګونونه را پاروي  او جګړو ته لاره هواروي. پريږدئ خلک ستاسو په کړو وړو باندې خبرې او قضاوت وکړي. که نوبت مخالفت ته هم رسيږي نو مخالفت هم د خبرو په چوکاټ کې پاتي کیږي. توپک او باروت ته نه ځي.

که د بيان ازادي سلب شوه، نو د نظام اعتبار او د ولسونو باور ته به دومره زيان واوړي چې جبران به يې ناشونۍ وۍ. وسلوال مخالف اړخ خو لا دمخه د بيان د ازادي حق ته نه يوازې ژمنتیا نه درلوده  بلکې د مصلحتونو او له خپلو تشو څخه يې د دښمنانو د سؤاستفادې د مخنیوي او نورو بانو د دغه وياړلي دود مخالفت هم کاوه. اوس  بيا هم د هغوى په ذهني استقامتونو کې د بيان د ازادي په تړاو په وړوکي کچه د مثبت بدلون شاهدان يو.

هغوى چې د بيان ازادي  يې زيندئ کړې وه، حتى د بهرنیو راديوګانو اوريدونکو ته به يې د مرګ سزا ورکوله اوس يې نوم او نشان شتون نلري. د تاريخ په محکمو کې په خورا سختو سزاو محکوم دي. اوس زمونږ د هیواد په دغه ديموکراتيک دور کې هم د حاکمې ډلې د يوې پياوړې کتلې لخوا  د بيان د ازادي محدودولو او مهارولو ته د نظام او ملي ګټو د خوندیتوب نوم ورکول کېږي. د سياسي مخالفت په وړاندې امريه لهجه کارول کېږي. په ځينو مواردو کې د روانې او فزيکي ګواښ بيلګي هم شتون لري.

راځئ خپلې مبارزې  د ملي ګټو په محور باندې راوڅرخوو. راځئ له نظام څخه د دفاع په شمول ملي ګټو ته په بربنډو الفاظو کې تعریف ولټوو. ترڅو مو ارزښتونه هر څوک د خپلو ګټو په چوکاټ کې تعبير نکړاى شي. راځئ د سمون او بدلون په موخه په حکومتي کړنلارو او تګلارو باندې نيوکې د نظام ګواښل نه، بلکې د بيان د ازادي په چوکاټ د نظام د اصلاح او سهوو ته د متوجه کيدو لاره وګڼو.

چارواکو ته په کار دي چې په خپلو هغو کړنو او تيروتنو باندي له سره غور وکړي چې د ولس لاسونه د هغوى تر ستوني پورې  رسيدو ته لاره هواروي. د بيان له ازادي څخه د هغو خلکو څرګندونې سؤ استفاده او ملي خيانت وګڼي چې ملي يووالي ځمکنى بشپړتيا ديني او ملي ارزښتونه مو ګواښي او د نظام  نسکوريدو ته لاره هواروي.

دا به د حقائقو مسخه کول وي چې رسنئ يا ليکوال د نظام د نسکوريدو او د نوييمې لسيزې د فاجعې د تکرار له ويرې په حکومتي کړنو باندي نيوکې او د سمون په تړاو وړانديزونه کوي خو هغه خلک ور باندي د نظام د مخالف او هيواد دښمن ټاپه لګوي چې زمونږ له ملي سرچینو څخه په لوړه کچه مادې امتیازات ترلاسه کوي. د فساد ډنډورو يې د ملت سرونه ښکته کړى دى. د پردي هيواد د تابعیت پاسپورت او ټکټ يې په جيب کې پروت دى. که سبا سوله راځي او يا هم خداى مکړه نظام د نسکوريدو خواته ځي او يا يې امتیازات ختميږي نو دغه ښاغلي به هيواد پريږدي. .

که مونږ  په لوړو دالري معاشونو باندي ددغه ډول افرادو ګمارل د ملي مصلحت په موخه زغمو، نو هغوى ته چا حق ورکړى دى چې د سمون او بدلون په موخه زمونږ شننې او وړانديزونه د بيان د ازادي له حق څخه سؤ استفاده ګڼي او زما قلم ځولانه کوي؟

تعجب ده  چې په مونږ باندي د توپکواکو په زانګو کې روزل شوي او يا هم داسې اشخاص حکومت کوي چې له سالمې فاميلي روزنې څخه بى برخې، له افغاني ارزښتونو څخه ناخبر په فساد کې تر ستوني پورې ښکېل، له غرب څخه په پيراشوټ کې را ديسانت شوي دي، په لوړو پوستونو باندي د ګمارلو د فرمان له صادريدو وروسته ته زمونږ هيواد ته راغلي دي.

دا د رسنیو د چلوونکو او مالکانو مسلم حق دى چې څه ډول تحليلونه او شننې خپرې او د کوم ډول ليکنو له خپريدو څخه ډډه وکړي. زه د هغوى دغه حق ته د تسليم سر ښکته کوم. مګر يو وضاحت هم کوم. هغه دا چې مونږ حکومت جدا او نظام  ګڼو. مونږ نظام د خپل  ولس او د نړيوالې ټولنې د شلو کلونو د مسلسلو هڅو او هاند لاسته راوړنه ګڼو. د سولې او د فساد د مخنیوي په برخه کې د حکومت تګلارو باندې شديد ملاحظات لرو.

مونږ نه غواړو بيا کډې بار کړو. نه غواړو بيا مو کابل وران شي. نه غواړو بيا يو ولسمشر څوک هوايي ډګر ته له ننوتلو څخه را وګرزوي. نه غواړو بيا مو ولسمشر د هيواد پريښودو ته اړشي. نه غواړو کوم افغان د سياسي مخالفت له امله وځورول شي نه غواړو بيا مو بنسټونه ونړيږي او نه غواړو د نوييمې لسيزې د فاجعې د تکرار شاهد و اوسيږو. که دغه ټولې غوښتنې پوره کيدل غواړو نو د بيان په ازادي، رسنيو او ليکنو باندې د سانسور لګولو او د بيان د ازادي د زيندئ کولو پرځاى په خپلو کړو وړو کې بدلون راوړو. ايا دا به د حل لاره وي چې ټولې رسنۍ خپلې خپرونې او ټول ليکوالان د ولسمشر غني د کړنو او تګلارو ته اتڼ واچوي او يا په اصطلاح د طالبانو د فتوحاتو په ترانو ويلو باندي تمرکز وکړي او که دا به ښه تګلاره وي چې حکومت ته خپل او طالبانو ته خپل عيبونه ور په ګوته او د حل لارو وړانديز وکړي؟ ايا ړوند تقليد به ستونځه په ښه توګه حل کړاى شي او که واقعيتونه بربنډول؟  د ولس ستونئ بندول به ښې اغيزې ولري او که د ځان اصلاح به اسانه او ارزانه کار وي؟ اوس خو د ستالين او بريژنيف دورې ختمې شوې دي چې په نيوکو باندي څوم د دار تختې ته پورته شي.

د رسنيو چلونکي او مالکان هم باید پوه شي چې ستونځه د رسنیو په فکري لومړيتوبونو کې هم شتون لري. رسنئ هم سليقوي چلن کوي خو ځينې يې په بشپړه توګه له نورمونو او معيارونو وتلي دي. د قوم ژبې سمت او ډلې او يا هم د تمويلونکي اړخ غوښتنو او فرمايشاتو سره سمې خپرونې کوي  او ځينې يې هم نسبتاً معيارونه ساتى او هم خپل لومړيتوبونه پالي.

غوښتنه مو داده چې خبرونه شننې تحلیلونه ليکنې او تبصرې د خپلې سليقې، يا هم شخصي ګروپي او قومي ګټو په تله کې مه تلئ د ملي ګټو په ترازو کې يې واچوئ او بيا په خپله خپل فکر، ليکنه ژبه او خپلې رسنئ سانسور کړئ. مه پريږدئ چې ستاسو د يو اړخيزو ليکنو شننو او خپرونو له امله د بيان آزادي زيان وويني. که کومه رسنۍ د چا ليکنې نه خپروي، مسلم حق يې دى، خو د همدغه کار لپاره باید پرنسيپونه او نورمونه باید شتون ولري. د سمون او بدلون لپاره مبارزه د نظام په مخالفت کې نه حسابوي بلکې د بيان ازادي ته يې درنښت  وګڼي.

د سوکاله پرمختللي او ارام افغانستان په هيله

عبدالوحید وحيد کابل افغانستان،
د چنګاښ ٢٤/ ١٤٠٠

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب