شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeمقالېشل کلنه بې ګټې جګړه| ژباړه او لنډیز: نور محمد غفوري

شل کلنه بې ګټې جګړه| ژباړه او لنډیز: نور محمد غفوري

د ۲۰۲۱ م کال د جولای د میاشتې په ۱۴مه نېټه سهار وختي د جرمني د (زمانې Die Zeit) معتبرې اوونیزې د (متیأس ناس Matthias Naß) په قلم یوه په زړه پورې مقاله خپره کړې ده. متیأس ناس یو تکړه جرمني ژورنالست دی چې په ۱۹۵۲م کال کې زيږيدلی او له ۲۰۱۱ کال را په دې خوا (زمانې) اوونیزې ته د نړیوالو موضوعاتو په اړه لیکنې کوي.

نوموړي نن د افغانستان د جګړې په اړه یوه خورا په زړه پورې لیکنه کړې چې زه یې په لاندې توګه د هغې ژباړه او  لنډیز درنو لوستونکو تهوړاندې کوم:

متیأس ناس لیکي، اوس چې د امریکا متحدو ایالتونو او د هغو د ناتو متحدینو خپل سرتېري له افغانستان څخه ایستلي، ټول پټه خوله دي. دې ته څه نوم ورکړو؟ غم، وحشت او که قهر؟ دا غم، وحشت او قهر نه دی، دا د شرم خبره ده چې د منلو نه ده. او که دا رښتیانۍ بې پروايي او بې علاقګي ده چې موږ نورو شیانو لکه فوټبال، ویروس او تفریحی رخصتیو ډیر انديښمن کړي یو؟

څو ورځې د مخه د جرمني مشهورې ورځپاڼې (زود دویچې څايټونګ Süddeutsche Zeitung) تبصره لرله چې جوبايډن له افغانستان څخه د خپلو نظامي قطعاتو د را ایستلو له پاره د داخلي سیاسي وضعې «ايډیاله شيبه» او مناسب وخت وموند، خو له افغانستان سره په دې وخت کې هیڅوک هم علاقه نه لري او سیاسي بحث نه ورباندې کیږي. همدا وضعیت دلته په هیواد (جرمني) کې هم دی. دا څنګه توضیح کیدای شي چې ولې هیڅوک له افغانستان څخه د راګرزیدلو پوځیانو استقبال ته ورنغلل. نه لمړۍ وزیره، نه کومه بله وزیره اونه هم یو وکیل. شل کاله جنګ او هیڅ څوک اوس پروا پرې نه کوي. طالبان چې په ۲۰۰۱ کال کې له واکه لرې شوي، د افغانستان په هرځای کې بیا د پرمختګ په حال کې دي. دوی د هیواد له ټولو ۴۰۰ ولسوالیو نیمایي تر خپلې ولکې لاندې راوستې. د امریکا د متحده ایالتونو استخبارات اټکل کوي چې طالب جنګیالي په شپږو میاشتو کې بیرته په کابل ور ننوتلای شي. دوی کولی شي د نجونو لپاره ښوونځي وتړي او د هغو کسانو څخه خونړی غچ واخلي چې د لویدیځ له لښکرو سره یې مرسته کړې ده.

ایا دا ټول بې ګټې دي؟

په کابل کې ډیر کسان د  “سایګون شیبې” لپاره تابیا نیسي. تت او رنګ بایللي عکسونه د 1975 کال د اپریل د هغو ورځې یادونه کوي چې کمونست ویت کانګ د سویلي ویتنام په پلازمېنه سایګون برید وکړ، کله چې نا امید خلک د امریکې د سفارت له چت څخه وروستي امریکايي هلیکوپټر ته ورننوتل. خو جو بایډن ډاډ ورکوي چې له کابل څخه به داسې عکسونه نه وي. اما هغه څنګه پوهیږي؟ په هغه سرعت چې طالبان پرمخ روان دي دا بیره شته.

نو ایا دا ټول بې فایدې دي؟ د متحده ایالاتو ولسمشر نه غواړي چې پدې اړه څه واوري. د نظامي مداخلې دوې اصلي موخې چې د هغو د ترلاسه کولو له پاره امریکا او د هغې متحدینو د 2001 کال د سپټمبر 11 ترهګریز برید ته ځواب ویلی وو تر لاسه شوې او هغه: په افغانستان کې د القاعدې له منځه تلل او د اسامه بن لادن وژل دي؛ افغانستان نور د نړیوال تروریزم لپاره د عملیاتو پایګاه نه دی.

نو فقط دا دوه هدفونه و، دا دواړه هدفونه خو یوه لسیزه د مخه ترلاسه شوي وو. دا نور اوږده پاتې کیدل د څه له پاره؟ د خيالی اندیښنو تعقیب ته دوام چې هرڅوک پرې پوهيږي؟ نور هرڅه – هیواد ته د سولې راوستل، حتی دیموکراتیک شرایط برابرول – په وحشتناکه توګه له ناکامۍ سره مخامخ شوي. جو بایډن ددې سوالو د اورېدو له پاره چمتو نه و، په غوسه یې هغه تیره اونۍ په یوه خبري کنفرانس کې خپلو نقادانو ته مخه کړه: “اجازه راکړئ له هغو خلکو چې غواړو موږ هلته پاتې شو، وپوښتم: څو کسه نور؟ نور څو زره اضافي امریکایی عسکر باید خپل ژوند په خطر کی واچوي؟ څومره وخت باید پاتې شي؟

امریکایی ولسمشر نه غواړي چې په ماتې اعتراف وکړي. او دا کار دا ډول کوي چې وايي: “ماموریت نه دی پاته – نور نه دی پاته.” جو بایډن هیڅکله په افغانستان کې د ملت جوړونې په بریا باندې باور نه درلود. بر عکس هغه وايي: “دا یوازې د افغانانو حق او مسؤلیت دی چې د خپل راتلونکي پریکړه وکړي.”

احتمال شته چې د بایډن شک او تردید اوس د متحده ایالاتو او اروپا د نفوسو د لوی اکثریت سره شریک وي. په نږدې راتلونکې کښې به نور لویدیځ د سیاسي یا بشردوستانه دلایلو له امله د نړۍ په لیرې پرتو سیمو کې مداخله ونه کړي.

هغو هیلو چې په ۱۹۹۰ کلونو کې د “بشردوستانه مداخلې” لنډ دور پیل کړ، لویو ناهیلیو ته لاره هواره کړه. دا نا امیدي درې نومونه لري: افغانستان، عراق او لیبیا. د عراق جګړه د بې شرمه دروغو پر بنسټ ولاړه وه. په لیبیا کې جګړه د درک وړ انګیرنې څخه پیل شوه، مګر په ستراتیژیک ډول نه وه سنجول شوې. په افغانستان کې جنګ هغه وخت خپله سیاسي توجیه له لاسه ورکړه کله چې نور د تروریزم ګواښ له منځه ولاړ.

لویدیځ بیا سوریه خپل برخلیک ته پریښوده. ایا هغوی ورسره عاقلانه چلند وکړ؟ یا د هغې د کوم کار نه کولو ګناه وه؟ په کمبوډیا یا روانډا کې د نسل وژنې درس دا و: نړیواله ټولنه اجازه نه لري چې په بشری جرمونو سترګې پټې کړي. هلته باید نړیواله جنایي محکمه د دولتونو د حاکمیت د اصل تر شا ځان پټ نکړي. نړیواله جزایي محکمه د همدې له پاره رامنځته شوې او له همدې کبله (د ساتنې مسئولیت) بین المللی نارم (responsibilty to protect) رواج موندلی.

بیا لوټماران راغلل:

کیدای شي د نظامي مداخلې لپاره رښتیانۍ انګېزې شتون ولري. آوازې “هیڅکله” د مسئول بهرني سیاست لپاره کافي بنسټ نه دی. مګر دا به هم مسؤلانه چلند نه وي چې هغې جګړه ایزو موخو ته اړم شو چې پوهيږو چې عملی کیدلای نه شي.

په افغانستان کې د جنګ شل کلونه: د پرمختللې نظامي ماموریت (انګژما) د ماتې درک ډیر ناوخته رامنځته شو. او دا دی اوس په ځغاسته راګرځیدا چې په تیره اونۍ کې امریکایانو د غلو په څیر په نیمه شپه کې د بګرام لوی هوايي ډګر پريښود. وروسته ورپسې لوټماران راغلل.

امریکایانو د غلو په څیر په نیمه شپه کې د بګرام لوی هوايي ډګر پريښود

طالبان ورځ په ورځ پرمختګ کوي. په ډیرو ځایونو کې د افغان اردو سرتیري خپلې وسلې له جګړې پرته پر ځمګه ږدي. په لویدیځ کې به اوس ډیر ورته په ساده ډول ځواب وایي چې هر څه له پیله غلط و. نور به پوښتنه وکړي: چې دقیق څه شی غلط و؟ څه وخت باید بل ډول پریکړه شوې واي؟ موږ له خپلو غلطیو څه زده کوو؟

مګر هرڅوک باید خپل وجدان ته مراجعه وکړي. ځکه چې وحشت، خفګان او قهر راتلونکی دی. هیڅ یو هیواد چې خپل عسکر یې شل کلنې جګړې ته لیږلي، اوسنۍ بې پروايي نه شي زغملای.

د ارجینال لیکنې لینک:

https://www.zeit.de/politik/ausland/2021-07/afghanistan-truppenabzug-taliban-militaerische-interventionen-usa-nato-interesse-oeffentlichkeit

نوټ: په ۱۹۷۵م کال کې د جنوبی ویتنام پایتخت د سیګون ښار د شمالي ویتنام د خلکو د اردو لخوا ونیول شو. د سایګون سقوط د امریکا د ماتې علامه وه چې د ویتنام اوږده جګړه پای ته ورسیده. د جنوبي ویتنام ډیرو کسانو چې د تيښتې هڅې کولې، ځانونه یې د امریکایانو په الوتکو کې د امریکاد سفارت له بامونو ور غورځول. هغوی چې په آخري الوتکه کې هم ځای ونه موند، ناهیلي پخپل هیواد کې پاته شول.

1 COMMENT

  1. سلام
    لومړی ستا تولې لیکنی معیاری بڼې لری یو لو ستونکی ډیر ښه مطلب ترې اخستلی شی . هراړخیزه محتوا او مفهوم لری زه داخبره دکومې شخصی ګټې په هکله نه کوم ستا لنډه ژباړه کې د ولس ملی صبغه روښانه ده .
    سیاست اصلا مخ او څټ نه لری خو له بده مرغه په افغانستان کې دکورنیو او بهرنیو عواملو ،ابزارو، وسایلو ،استخباراتو او له چوکاته وتلو افراطی ګروګان ډوله کړنوله له امله هم څټ لری اوهم مخ حتی ستر ښکر لری.دښکرورو برخه یې دینس شتولتن بېرګ د ناتو لنډه غر ول چې ستا په ژباړه کې یې هویت ډیر ښه راڅرګند شوی دی.
    غفوری صاحب دقضیی د کړکیچ اصلی بل اړخ بیا هم داګډوډ تش به نوم سیاسیون اومات کاسه او کپړی دی چې ارګ کې اتلس ډوله بهرنۍ غذا خوری.جهادی شخصیتونه لکه دلاندی پسونه کرار سیوری ته یو اوبل خرخره کوی او په امریکایی دالرو شخوند وهی.فسبوکی کوږ خولی کلینر دجهنم پیره دار له ځانه جوړکړی او کمپیوتر سیانس تاڼه داردامنیت په خاطر ولسوالی ونیولې بیرته ونیولې شمیری.نو بغاوتګر او سازشګر سیاسی ظرفیت اونیابت یوڅوشپې هم غنیمت بولی.مګر به یاد دې نه دی چې همدې امرالله او کرزی به چیغې وهلی چې امریکا راغله او بیرته وتل یې خوب دی او خیال !خو دادی دخیال کیسه بله شوه تا ډیره ښه راسبړلې. کرزی بیا دارزګان له لارې زعامت په خوب وینی .
    موږ باید دا ومنو چې شرم او حیا ء. سیاسی اخلاق او سیاست پوهه یوه ټولنه له پېچلی اوګونګ حالت څخه ژغورلی شی. خو برخلاف احساساتی نارې سورې ،ماشومانه لوبې او قهقرایی اټکلی دریځونه هوس دی او تباهی . عاقبت بخیر!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب