شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د نصیر احمد احمدي داستاني کلیات

د نصیر احمد احمدي داستاني کلیات

مومند خپرندویه ټولنه په پام کې لري چې د ارواښاد نصیر احمد احمدي داستاني کلیات ډېر ژر چاپ کړي. د مومند خپرندویه ټولنې مشر ښاغلي نجیب مومند پرون چهارشنبه ماښام دا خبر د خواله رسنیو له لارې، د کلیات د دوتنې له عکس سره شریک کړ.

په دې داستاني کلیات کې په ۱۵ ناوله، درې د لنډو کیسو مجموعې او یو ژباړل شوی ناول شامل وي.

د ناولونو نومونه:

1. رڼا
2. بوډا او د لېوانو پلونه
3. اغزن سیم
4. یوه خبره درته وکړم
5. زرو
6. ډېوېډ جونز ( بغدادي پیر)
7. جوجو (ساینس فکشن)
8. نیکه ( تاریخي ناول)‌
9. اخ وطنه
10. پټان
11. بړبوکۍ
12. خونکار
13. ټال
14. رنګه غوږونه (ساینس فکشن)
15. د غنې ځاله
16. د معجزې تیږه ( ژباړه )

د لنډو کیسو مجموعې:

1. د واورې سړی
2. سړه سیلۍ
3. مینه

د کلیاتو د چاپ خبر د ښاغلي احمدي د مینوالو له تود هرکلي سره مل و او د ځينو لیکوالو او ادب مینوالو په وړاندیز د مومند خپرندویې ټولنې ژمنه وکړه چې د کلیات د ګټې یوه برخه به د ارواښاد احمدي کورنۍ ته سپاري.

ټاکل شوې ده چې یاد کتاب د استاد محمد اصف صمیم او استاد اسدالله غضنفر له سریزو سره چاپ شي.

د کتاب د چاپ له خبر سره مومند خپرندويي ټولنې دا اعلان هم وکړ چې په پام کې لري د ارواښاد احمدي نورې ناچاپ لیکنې راټولې او په جلا کتاب کې چاپ کړي. ( لکه هغه وړې خو باارزښته لیکنې چې احمدي صاحب په فېسبوک کې لیکلې وې.)

نجیب مومند له ټولو فرهنګیانو او ادب مینوالو څخه غواړي چې د احمدي صاحب د ناچاپو لیکنو په راټولولو کې دې له دوی سره همکاري وکړي.

نصیر احمد احمدي تیره اونۍ په کابل کې وفات شو او ډېرو فرهنګیانو، سیاستوالو او د ادب مینوالو د ده مړینه د افغانستان فرهنګ ته لویه ضایعه وبلله.

ښاغلي اسدالله غضنفر تیره اونۍ تاند ته وویل:‌ ارواښاد نصیر احمد احمدي په افغانستان کې تر بل هر لیکوال ډیر ناولونه ولیکل او زموږ تر بل هر ناول لیکونکي یې آثار ډیر ولوستل شول او بیا بیا چاپ شول. نصیر احمدي لوی استعداد و. ده دا قدرت درلود چې د ادب په مختلفو ژانرونو کې عالي آثار ولیکي خو د ناول په برخه کې ویلی شو چې په تیرو شلو کې د افغانستان د داستاني ادب د قلمرو تر ټولو منلی لیکوال و. ده د لوستونکو په پوره یوه نسل باندې پاچهي کړې ده.

1 COMMENT

  1. هيله ده چې د احمدي صاحب په داستاني کلياتو کې د ارواښاد ناچاپ داستاني اثار او د اشر په نوم د لنډو کيسو ټولګه هم شامله شي.
    درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب