دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې یو شمېر مېرمنو د سولې او اوربند غوښتنه وکړه

ننګرهار کې یو شمېر مېرمنو د سولې او اوربند غوښتنه وکړه

تاند ( پنجشنبه، د سرطان ۲۴ مه)  ننګرهار کې یو شمېر مېرمنو د سولې او نظام په ملاتړ غونډه کې هېواد کې وروستی امنیتي حالت د اندېښنې وړ باله او غوښتته یې وکړه چې د جګړې پر ځای دې پر سوله انرژي مصرف شي.

د غونډې ګډونوالو وویل چې د جګړو له امله د ټولنې د نورو برخو تر څنګ لوی زیان مېرمنې ویني او زیاتوي چې د دوی حقوقو ته دې درناوی وشي.

که څه هم د افغان سولې په تړاو یو ځل بیا خبر اترې زیاتې شوي، خو دلته مېرمنو پر نړیوالې ټولنې او ځانګړي توګه ګاونډ‌یو هېوادونو غږ وکړ چې د سولې لپاره دې صادقانه هڅه وکړي چې په افغان روان ناورین پای ته ورسيږي.

دوی په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې د روغې جوړې لپاره دې هڅې چټکې شي او د سولې پر وړاندې موجوده خنډونه باید له منځه یوړل شي.

مېرمنو د اوربند غوښتنه وکړه او ویل د دوی حقونو ته دې درناوی وشي.

غونډې ته د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل هم وینا وکړه او ویې ویل، چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره کار کوي او وايي ټولنه کې يې رول مهم او په ټولو مسايلو کې دې خپل غږ پورته کړي.

د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل زیاته کړه: «د سولې په خبرو کې به انشاالله د ښځو حقوق خوندي وي او میرمنو ته به پوره حق ورکول کیږي.»

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو اونیو راهیسې د هېواد په اکثریت ولایتونو کې جګړو زور اخیستی او له کبله یې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلو ترڅنګ ډیری یې خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي.

خو اوس ویل کیږي چې ټاکل شوې لنډو ورځو کې د مصالحې عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرئ او د پخوانی ولسمشر حامد کرزي او نورو سیاسي شخصیتونو په ګډون یو پلاوی طالبانو سره د مذاکراتو لپاره قطر ته لاړ شي.

ورته مهال ځینې راپورونه دا هم وایي چې وسله والو طالبانو او افغان حکومت په بادغیس کې نا محدوده اوربند اعلان کړی دی.

ځایي چارواکي وایي، په یاد ولایت کې د طالبانو او سیمه ییز حکومت تر منځ نن سهار لس بجې اوربند اعلان شو او یاده ډله د بادغیس له قلعه نو څخه ووتله.

د بادغیس والي حسام الدین شمس په دې اړه ویلي چې دا اوربند د دې ولایت د مشرانو او مخورو پر منځګړیتوب رامنځته شوی؛ خو څرګنده نه ده چې تر څه وخته به روان وي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب