یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهغزني ته د ځانګړو ځواکونو د "مرګ قطعه" رسېدلې ده

غزني ته د ځانګړو ځواکونو د “مرګ قطعه” رسېدلې ده

تاند (پنجشنبه د سرطان ۲۴) د افغان ځانګړو ځواکونو د “مرګ قطعې” سلګونه تازه دمي سرتېري غزني ښار ته د امنيتي وضعیت د کنټرول په موخه رسیدلي دي.

د یاد ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې دغه ځواک به هلته د طالبانو د ځپلو په موخه له امنیتي ځواکونو سره یو ځای چاڼیز عملیاتونه پیل کړي.

جمعه زاده ویلي: “غزني ولایت ته د ملي امنیت ځانګړې قطعه، یا د “مرګ قطعې” په نوم سلګونه تازه دمي سرتيري نن غرمه مهال غزني ته را رسیدلي، په هغه سیمو کې چې ډیره اړتیا لیدل کیږي او امنیتي وضعیت په کې ښه نه دی له نورو امنیتي ځواکونو سره به یو ځای شي او ډیر ژر به چاڼیز عملیات پیل کړي.”

د غزني ولایت مرکز له تېرې یوې راهیسې د وسله والو طالبانو تر محاصرې لاندې دی چې ډیره به د ښار په څنډو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې رامنځته کېدې.

په افغان وسله‌وال پوځ کې د “مرګ قطعې” په نوم ځانګړي ځواکونو تر ټولو ډیر مجهز او خطرناک دي، سخت عملیات ترسره کوي او د طالبانو پر ضد یې د جګړې زیات شمېر مهارتونو او تکتیکونه ترلاسه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب