Homeخبرونهافغان حکومت؛ پاکستان ته په تېښته امنيتي چارواکي نيولي

افغان حکومت؛ پاکستان ته په تېښته امنيتي چارواکي نيولي

تاند (پنجشنبه د سرطان ۲۴) د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، يو شمېر هغه افغان نظامي چارواکي يې لاس تړلي نيولي دي چې له طالبانو سره يې لار يوه کړې او ورته تسليم شوي و.

ښاغلي صالح نن پنجشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، دغو نظاميانو له طالبانو سره لاس یو کړی و او له جګړې پرته يې ورته سيمې تسلیم کړې وې.

نوموړي زیاته کړې، طالبانو دغو کسانو ته لاسلیک شوي خطونه ورکړي و څو پاکستان ته لاړ او پاکستانیان ورته هلته څه ونه وايي.

که څه هم امرالله صالح د نیول شویو نظامي چارواکو د شمېر او دا چې په کومه سیمه کې نیول شوي، په هکله څه نه دي ویلي، خو په وینا یې په راتلونکو ورځو کې به په دې هکله معلومات شریک کړي.

بلې خوا ویل کېږي چې دغه کسان تر ډیورنډ کرښې تر اوښتو مخکې نيول شوي او کوم ناڅرګند ځای ته وړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...