یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهعمران خان سبا له ولسمشر محمد اشرف‌غني سره ګوري

عمران خان سبا له ولسمشر محمد اشرف‌غني سره ګوري

تاند (پنجشنبه د سرطان ۲۴) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي نن د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې رسنیو ته ویلي، تمه ده صدراعظم عمران‌خان به سبا د جمعې په ورځ د منځنۍ او سویلي اسیا د هېوادونو د نړیوال کنفرانس په څنډه کې له افغان ولسمشر محمد اشرف‌غني سره وګوري.

قریشي ویلي، عمران‌خان به له ولسمشر غني سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو، ګډو همکاریو او په سیمه کې د روان سیاسي وضیعت په اړه خبرې وکړي.

عمران‌خان په داسې حال کې له ولسمشر غني سره د لیدلو نیت کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي اړیکې ورځ په ورځ د خرابېدو په لور روانې دي.

له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې د پاکستاني ملیشو وژل کېدل، پاکستان ته د وژل شوو طالبانو د جسدونو اړول، په پاکستان کې د طالبانو له جګړو هرکلی او ملاتړ، په پاکستاني رسنیو کې د طالبانو جګړو ته د فتحو نوم ورکول، له کرښې هخوا د طالبانو د روزنې مرکزونو او د طالبانو په ملاتړ د پاکستاني علماوو څرګندونې هغه څه یادیږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې سیاسي اوضاع خرابه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشري ماڼۍ لومړي مرستیال امرالله صالح څو شیبې وړاندې پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکي: “د پاکستان هوایي ځواکونو د افغانستان اردو او هوایي ځواک ته رسمي خبرداری ورکړی چې د کندهار د سپین بولدک له سیمې د طالبانو شړلو هر اقدام به د پاکستان د هوایي ځواک لخوا له مقاومت سره مخ کیږي.
د پاکستان هوایي ځواک اوس مهال په ځانګړو سیمو کې طالبانو ته نږدې هوایی ملاتړ ته چمتووالی نیسي.”

خو قریشي بیا ویلي، په افغانستان کې د روانې جګړې او سولې په اړه یې یو شمېر افغان سیاسي مشرانو ته بلنه ورکړې چې ډیر ژر به په اسلام آباد کې ورسره وګوري.

په همدې حال کې ولسمشر محمد اشرف‌غني نن د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشري د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته رسیدلی چې سبا به هلته د منځنۍ او سویلي اسیا د هیوادنو د اړیکو، ننګونو او فرصتونو په اړه جوړیدونکي کنفرانس کې برخه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب