یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: تېرو ۴۳ کالونو کې لومړی ځل دی چې افغان حکومت او...

خلیلزاد: تېرو ۴۳ کالونو کې لومړی ځل دی چې افغان حکومت او طالبان خبرو ته ناست دي

تاند ( پنجشنبه، د سرطان ۲۴ مه )د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، تېرو ۴۳ کالونو کې دا لومړی ځل دی چې افغان حکومت او طالبان د خبرو مېز ته ناست دي.

نوموړي تېره ورځ د بیروت انستیوت له لوري یو جوړ شوي انلاین سیمنار ته په خبرو کې وویل چې د امریکا د وتلو له اعلان وړاندې هم په افغانستان کې جګړو وجود درلود چې په همدې اساس باید ونه ویل شي چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان کې جګړو زور وکړ.

خلیلزاد هغه اندېښنو ته په ځواب کې چې د بهرنیانو له وتلو وروسته به د افغانستان برخلیک څه وي وویل ” حقیقت دا دی چې افغانستان له ۴۳ کلونو راهیسې په جګړه کې دی.

د نوموړي په خبره، کله چې امریکایي ځواکونو په افغانستان کې وجود درلود بیا هم وسله والو طالبانو وروستیو کلونو کې پرمختګ کړې و.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد زیاتوي چې داسې نه ده له افغانستان څخه د دوی تر وتلو مخکې سوله وه او د دوی تر وتلو اوس د جګړې په ډګر بدل کړی دی.

نوموړي د افغانستان وروستي امنیتي وضیعت او خلکو اندېښنو ته په کتو زیاته کړه چې پرته له شکه د افغانستان راتلوونکی له یو اندېښمنوونکي حالت سره مخ دی او په خبره یې که په سم ډول مهار نه شي ښایي لویې کورنۍ جګړې رامنځته شي.

د هغه په وینا، که د افغان مشران او د سیمې هېوادونه په ګډه همکاري ونه کړي نو د افغانستان راتلوونکی برخلیک به خورا بد وي.

خو هغه ټینګار وکړ چې که د سیمې هېوادونه سمه همکاري وکړي نو لرې نه ده چې دغه وضیعت به کنټرول شي.

د خلیلزاد دا څرګندونې داسې مهال دي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم په افغانستان کې جګړې اوج ته رسیدلي او له کبله یې د خلکو اندېښنې ډیرې شوې دي.

د دغو جګړو په ترڅ کې وسله والو طالبانو د هېواد د ډیری سیمو او ولسوالیو د نیولو ادعاوې وکړې؛ خو افغان حکومت بیا وایي چې له ځینو ولسوالیو یې تکتیکي شاتګ کړی او دا هر څه د یوه امنیتي پلان له مخې ترسره کیږي.

خو د دې هر څه ترڅنګ دې وروستیو کې د افغان حکومت او پاکستاني چارواکو ترمنځ ناندرۍ ډیری شوي، افغان حکومت وسله وال طالبان د پاکستان خلک بولي او وایي دغه هېواد په مستقیمه توګه افغانستان کې د طالبانو جګړه رهبري کوي.

د راپورونو له مخې نن افغان حکومت تر نامالومې نېټې پاکستان ته د افغان سياسيونو پر تګ هم مطلق بنديز لګولی دی.

سرچینې وایي، دغه پرېکړه ولسمشر تاشکند ته تر روانېدو مخکې کړې او سر له ننه سیاسي مشران نه شي کولای پاکستان ته لاړ شي.

په داسې حال کې چې همدا نن د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ټیلیفونې خبرې کړي او نوموړي ته یې هغه هېواد ته د تګ بلنه ورکړې ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب